د لاس رسي وړ اتصالات

د کجکي د بریښنا 50 په سلو کښې پیسې طالبان ټولوي


د کجکي د بریښنا د تولید فابریکه دوه توربینه لري چې 32 میګا واټه بریښنا تولیدوي. د دې جملې نه 12 مېګا واټه یې د کندهار ښار، 4 یې لښکرګاه ښار او باقي پاتې یې د کجکي، سنګین او موسی قلعه په ولسوالیو کښې په هلمندیانو ویشل کیږي. د کجکي د بریښنا د فابریکي مسؤلین وایي چې پدغو ولسوالیو کښې د بریښنا محصول طالبان ټولوي.

که څه هم چې د کندهار ولایت اوس مهال 60 میګا واټه بریښنا ته اړتیا لري یوازې 22 میګا واټه بریښنا د دغه ولایت اوسیدونکو ته د بیلا بیلو لارو له لارې چمتو کیږي. کندهار ته 12 میګا واټه بریښنا د هلمند ولایت د کجکي د بند نه راځي او پاتې 10 میګاواټه یې د ډیزلي ماشینونو له لارې برابریږي.

په کندهار کښې مسؤلین وایي چې د امریکا د متحده ایالاتو د 471 میلونه ډالرو په لګښت د کجکې په بند کښې د دریم توربین او د دې شبکې د ترمیم کار د نیمایي نه زیات پرمخ تللی دی خو کندهارایان بیا د هغوي پدغو خبرو شک لري. د کندهار اوسیدونکي وایي د بریښنا رسولو چارواکي د یوه ښار نه بل ښار ته د بریښنا د لیږد لپاره د حکومت وسله والو مالفینو ته باج ورکوي او په همدې خاطر به ونشي کړی چې دا شان غټې پروژې دې عملي کړي.

د کندهار یو اوسیدونکی وایي چې مسؤلین ورته تل درواغ وایي.
" دوه میاشتې خو لا څه، دوي پدې لسو کالو کې ونشو کړی چې مونږ ته بریښنا راولي او د خلکو ستونزې ورحل کړي."
د کندهار یو بل اوسیدونکي بیا وایي " د روژې په میاشت کښې یې راسره ژمنه وکړه چې 24 ساعته بریښنا به ولرئ خو په والله که یې 5 ساعته بریښنا راته برابره کړې وي او دا ځکه چې دوي نه د زورواکو او نه د طالبانو نه د بریښنا پیسې اخیستلی شي. "

د بریښنا شرکت مسؤلین دا مني چې د کجکي د بند پنځوس په سلو کښې د محصول پیسې طالبان اخلي خو وایي چې د دغو پیسو په مقابل کښې طالبانو د بریښنا د مزو اونورو وسایلو ساتنه کوي.
د شرکت رئیس اینجینر سید رسول پدې اړه داسې وایي:
" په هغو سیمو کښې چې د طالبانو په لاس کښې دي، د بریښا د محصول پیسې هغوي ټولوي، هغوي زمونږ خپل خلک دي اوبله دا چې بریښنا هم زمونږ خپل ولس ته ورځي او بله دا چې هغوي د بریښنا د مزو او پایو ساتنه هم کوي. "

په کندهار کښې سوداګر او قومي مشر محمود کرزی هم مسؤلین ګرموي چې د خلکو ستونزې نشي حل کولی.
" له بده مرغه د کندهار اوسنی حکومت له هیڅ هم ندي خبر او نه هم پدې کښې دلچسپي لري چې د کندهاریانو د بریښنا ستونزه حل کړي. هغوي داسې فکر کوي چې دا اصلاً د هغوي پورې اړه نلري. "

د یادونې وړ ده چې د کندهار په ولایت کښې زورواکو او ددې ولایت دولتي ادارو د تیرو لسو کالونو راپدیخوا د بریښنا پیسې ندي ورکړي.
XS
SM
MD
LG