د لاس رسي وړ اتصالات

درې فیصده افغانان بانکي سیستم ته لاس رسی لري


د افغانستان بانک رئیس نورالله دلاوري وایي اوس مهال په افغانستان کې څه کم درې سلنه وگړي بانکي خدماتو ته لاس رسی لري.

د افغانستان بانک رئیس نور الله دلاوري د یکشنبې په ورځ کله چې یې د هالند د پي بي سي بانک سره د پیسو د تادیې د پرمختللي سیستم موافقه لاسلیکوله، وویل ددې سیستم په پلي کیدو سره به د افغانستان په بانکي سیستم کې یو گټور انقلاب رامنځ ته شي.

ښاغلي دلاوري دا هم وویل چې د پیسو د تادیې د سیستم پروگرام چې د نړیوال بانک د پنځه ملیون ډالرو په مرسته پیل کیږي د هالند د پي بي سي بانک له لورې به په یو کال کی دننه په افغانستان کې عملي او وغزول شي.

د مرکزي بانک رئیس وایي ددی په سیستم جوړیدو سره افغانان کولای شي د هیواد په هرولایت کې خپل معاش ترلاسه کړي او خپل د برښنا بلونه د بانکي خدماتي سیستم له لارې تادیه کړي.

د افغانستان بانک رئیس وایي دا نوی سیستم به په اول گام کې د افغانستان په دری بانکونو کې پلی شي او وروسته به په افغانستان کې په موجودو ټولو نورو بانکونو او مخابراتي سیستم کې هم عملي شي.
په افغانستان کې د دری سلنه نه کم خلک بانکي سیستم ته لاس رسی لري.
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:22 0:00
XS
SM
MD
LG