د لاس رسي وړ اتصالات

پنجشنبه د افغان لوبغاړو د بریاو یو بله ستره ورځ وه


afghan cricket
afghan cricket
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هند د ٢٣ کالو څخه د کم عمره لوبغاړو ملي لوبډلې ته د ٢٨ نمرو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغان فټبال د ملي ټیم د چارشنبې د ورځې د بریالیتوب وروسته چې د پاکستان ملي ټیم یې درې د صفر په وړاندې وگاټه، په سینگاپور کې د هند په وړاندې د اته ویشتو نمرو په توپیر د افغان کرکټ د لوبډلې بریا د افغانانو خوشالي دوه چنده کړه.

د افغانستان وروستیو څه دپاسه درې لسیزو ناخوالیو، تاوتریخوالي او کورنیو جگړو ته په کتنې سره ددې ډول بریالیتوبونو توقع د واقیعت نه لیرې بریښي،

خو د افغانانو استعداد، وړتیا او ورزشي مینه دومره ستره او لوړه ده چې ددې هیواد مختلفې ورزشي ډلې که د رزمي ورزشونو لوبغاړي دي او که د ډله ییز ټیمونو، ټول یې ځلیدلي دي،

او په نړیوالو ډگرونو کې یې د سرو او سپینو زرو او د ژیړو مدالونه ترلاسه کړي دي.

د کرکټ ملي لوبډلې چې په وروستیو دوو کلونو کې یې له اټکل پرته په خورا چټکۍ گام په گام د نړیوال ډگر په لور خپل منزل لنډ کړ، د پنجشنبې په ورځ یې د هند ټیم ته چې د کرکټ د نړۍ د کلاسیکو او لرغونو لوبډلو څخه شمیرل کیږي، ماتې ورکړه.

پنجشنبه د افغان لوبغاړو د بریاو یو بله ستره ورځ وه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00


ددې په زړه پورې لوبې د جزییاتو په اړه له سینگاپور څخه د سکایپ له لارې د افغان ملی کرکت تیم مدیر شفیق الله ستانکزی د آشنا تلویزیون د خپرونې میلمه دی.


د لوبو د جریان او د لوبغاړو د ځلیدو په هکله هغه مونږ سره خپل معلومات داسې شریک کړل:

پنجشنبه د افغان لوبغاړو د بریاو یو بله ستره ورځ وه، دوهمه برخه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
XS
SM
MD
LG