د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پېښور کې پر یوې مدرسې بندیز لګولی


Madrassa pakistan
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:10 0:00

Madrassa pakistan

د امرېکا حکومت په پېښور کې پر ېوې اسلامي مدرسې باندې له دې امله اقتصادي بندوېزونه لګولي دي چې ګومان کوي د القاعدې دغړو په ګډون د امرېکا پرخلاف دجګړې لپاره په کې تندروان روزل کېږي او مالي مرستې ورسره کوي.

د امر ېکې د اسسوسېټېډ پرېس خبري اژانس وایې چې د پېښور د جامعه تعلیم القران والحدیث مدرسې پر خلاف د امریکا له خوا د بندیز لګولو اقدام یو بې سابقې کار ښکاري.

دغه دیني مدرسه چې د ګنج د مدرسې په نوم هم شهرت لري، لومړۍ مدرسه ده چې دامریکا دخزانې وزارت پرې اقتصادي بندېزونه ولګول.

د ګنج د مدرسې مسوولینو د ای پي اژانس سره په ېوې مرکې کې د امریکا د حکومت تورونه رد کړل او وېې وېل چې مونږ د تندرو ډلو سره هېڅ ډول اړېکې نه لرو. د مدرسې ېوه مدرس عالم شیر وویل چې د امریکا بندیزونه به ځکه پر دوي باندې ناوړه اغېزه ونه کړي چې مونږ ته دخارج نه هېڅوک پېسې نه رالېږي. دا درې منزله مدرسه د پېښور په ېوې داسې علاقې کې پرته ده چې معمولا د خلکو ډېره گْڼه گوڼه په کې وي.

ناقدېن په دې باور دي چې په پاکستان کې په یو شمیر دیني مدارسو کې په کم عمر کې دماشومانو ذهن پریوله کېږي چې بېا د همدغو کسانو اسلامي رادېکالان او تندروان جوړېږي.

له بلې خوا دامرېکا د خزانې وزارت ېو پاکستانی سړی چی عمر صدیق خاتېو زمری نومېږي په دې تورن کړی دی چې په سېند او بلوچستان صوبو کې ېې دالقاعدې مشري کوله او پېسې یې ورته ټولولې. د امریکا حکومت نوموړې په تور لست کې شامل کړی دی.

امرېکا وایې چې صدیق خاتیو دالقاعدې، لشکر طیبې او طالبانو د عملیاتو لپاره د پاکستان نه په سلګونو زره ډالر راجمع کړي وو.


له بلي خوا د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې د چمن سره نژدې د اورګاډي د ټېکټونو د خرڅولو په غرفې کې بم وچاوده، ېو مسافر ووژل شول او لس کسه ټپیان شول. تر اوسه پوري ېوې ډلې هم ددغې چاودنې مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی.

د مدرسې ویډیو لاندي کتلای شیْ.



Madrassa pakistan
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:10 0:00
XS
SM
MD
LG