د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې ملګرو ملتونو ته د پلټونو اجازه ورکړه


نړیوالې ټولنې د سوریې په حکومت فشار اچولی و چې پلټونکو ته اجازه ورکړي چې د کیمیاوي وسلو د استعمال د تورونو په اړه څیړنه وکړي.
نړیوالې ټولنې د سوریې په حکومت فشار اچولی و چې پلټونکو ته اجازه ورکړي چې د کیمیاوي وسلو د استعمال د تورونو په اړه څیړنه وکړي.
سوریې ویلي دي چې د ملګروملتونو د سازمان پلټونکو ته اجازه ورکوي چې د دمشق په سیمې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د تورونو په اړه څیړنه وکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: « نن د یکشنبې په ورځ، د بې وسلو کولو لپاره د ملګرو ملتونو د لوړرتبه استازې انګیلا کین د سفر په جریان کې، د سوریې د حکومت او د ملګروملتونو ترمنځ موافقه وشوه.

«د دغه موافقې په اساس به د ملګرو ملتونو ټیم ته چې مشري یې اکي سیلستورم کوي د دمشق په ولایت کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د تورونو په اړه پلټنه وکړي.»

سوریې ویلي دي چې دغه موافقه سمدستې د نافذیدو وړ ده.

د امریکا پوځ تیار دی

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د یکشنبې په ورځ په مالیزیا کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا پوځ چمتو دی چې د سوریې په اړه د امریکا د ولسمشر اوباما پریکړې عملي کړي.

ښاغلي هیګل وویل: «ولسمشر اوباما د دفاع د وزارت نه غوښتې چې د هر ډول احتمالي حالات لپاره لارې چارې ولټوي. موږ دغه کار وکړ او موږ تیار یو چې د دغو لارو چارو نه هره یوه یې چې [ولسمشر اوباما] انتخاب کړي عملي کړو.»

خو د امریکا د دفاع وزیر دا هم زیاته کړه چې اوس هم امریکا په دې اړه استخباراتي معلومات راټولوي چې آیا د سوریې حکومت د خپلو خلګو خلاف کیمیاوي وسلې استعمال کړې دي او که نه.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په هغه غونډې کې برخه واخیستله چې د سوریې په اړه د عملي پلان د برابرولو لپاره جوړه شوې وه. ښاغلی هیګل د یوې اوونۍ په سفر اسیايي هیوادونو ته تللی دی.

په عین حال کې د ایران د سپاه پاسداران د قوې مشر امریکا ته اخطار ورکړیدی چې د سوریې پر ضد د نظامي ګام اخیستو نه دي ډډه وشي ځکه ښه عواقب به ونلري. د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان مسعود جزایري ویلي دي چې که امریکا په سوریه کې مداخله وکړه نو انجام به یې ښه نه وي.

جنرال جزایري د دې مداخلې وضاحت ورنکړ خو ویې ویل چې امریکا د دې لاس وهنې په معنی خبره ده. هغه دا هم وویل چې د سوریې جنګ د امریکا او په سیمه کې د امریکا د ملګرو یو سازش دی.

د شنبې په ورځ د امریکا دولت ویلي دي چې د امریکا یوه سمندري بیړۍ د سوریې لورې ته نږدې شوې ده .د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سوریې د دولت لخوا په خلګو د کیمیاوي وسلو د استعمال په ځواب کې پر یوه نظامي اقدام باندې هم غور کوي.

په سوریې کې د کیمیاوي وسلو استعمال غندل شوی دی

نړیوالې ټولنې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو استعمال په کلکه غندلی دی. د نړۍ د نورو هیوادونو به څیر، د شنبې په روځ د ایران ولسمشر حسن روحاني هم په سوریې کې د کیمیاوي وسلو استعمال وغانده. خو د ایران دولتي مطبوعاتو بیا ویلي دي چې ولسمشر روحاني په یو اړخ باندې هم د کیمیاوي وسلو د استعمال تور نه دی لګولی.

ښاغلي روحاني وویل: «د ایران د اسلامي جمهوریت دولت، چې پخپله هم د کیمیاوي وسلو قرباني دی، غواړي نړیوالې ټولنې ته ووايي چې هرڅه چې یې په وس پوره وي و دې کړي تر څو د دغسې وسلو د استعمال مخه، په تیره بیا په سوریې کې، ونیول شي.»

ایران د سوریې متحد هیواد دی او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې شواهد ښيي چې د دمشق په ختیځ کې دې یاغیانو د کیمیاوي وسلو برید کړی وي.

د نړیوالو د فشارونو له امله د سوریې حکومت دا ومنله چې د ملګرو ملتونو پلټونکو ته به اجازه ورکوي چې د کیمیاوي وسلو د استعمال د ورستیو تورنو په اړه سمدستې پلټنې پیل کړي.

بې پولو ډاکټران او د کیمیاوي وسلو استعمال

د سوریې د حکومت مخالفین وايي چې د تیره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د سوریې پوځ د دمشق په ختیځو سیمو باندې په خپل برید کې زهرجن ګازونه استعمال کړي دي او په سلګونو کسان یې وژلي دي.

سوریې د کیمیاوي وسلو استعمال رد کړی دی. دولتي مطبوعاتو ویلي دي چې دغه برید یاغیانو کړی دی. د سوریې دولتي خبرې آژانس سنا خبر ورکړی دی چې د سوری پوځ داسي شواهد موندلي دي چې دغه کار دې یاغیانو کړی وي.

د شنبې په ورځ د بې پولو ډاکټرانو نړیوالې اداره وویل چې د چهارشنبې په ورځ شاووخوا ۳۶۰۰ کسان د دمشق درېیو روغتونونو ته مراجعه کړې وه چې لس فیصده یې مړه شوې دي.

دغه اداره وايي چې د نښو نښانو نه داسې څرګندیدل چې په دوی باندې دې داسې زهرجن مواد استعمال شوي دي چې په ماغزو باندې تاثیر کوي.

د بې پولو ډاکټرانو د ادارې رییس میګو ترزیان دا غوښتنه کوي چې د پيښې په اړه دې تحقیقات وشي.

ښاغلي ترزیان زیاته کړه «او اخري شی چې موږ غواړه غوښته یې وکړو او یا یې هیله لرو هغه دا دی چې کارپوهان، که هغه د ملګرو ملتونو وي او یا هم نور خپلواک کارپوهان وي، باید دغه سیمې ته ولاړ شي چې دا واضح شي چې څه شوي او چا کړي دي.»

که څه هم د بې پولو ډاکټران اداره د دمشق په سیمې کې خپل کارکوونکي نه لري خو دغه اداره د ۲۰۱۲ کال راهیسې په دمشق کې د یو شمیر روغتونونو او کلنیکونو سره مرستې کوي.

د کاتولیک عیسویانو مشر پوپ فرانسس ویلي دي چې هغه د سوریې د جنګ د ځینو عکسونو په لیدو ډیرخوابدی شویدی او د نړیوالې ټولنې نه یې غوښتي دي چې باید په سوریه کې د روانې جګړې د ختمیدو دپاره هڅې وکړي.

په سینټ پیټرز چوک کې په لسګونو زرو خلکو ته په وینا کې پوپ فرانسس وویل چې د سوریې دولت او مخالفین باید جنګ ودوروي او د خبرو دلارې مشکل حل کړي.
هغه په سوریه کې د جنګ په مهال دماشومانو په مرګونو سخت خفگان څرګند کړ.
XS
SM
MD
LG