د لاس رسي وړ اتصالات

د یو هنرمند په کارونو د مصر د پېښو اغیزه


مصري انځورګر او هنرمند محمد عبله
مصري انځورګر او هنرمند محمد عبله
هیتر مرډاک - قاهره

د نیل د سیند د القرصایه په ټاپو کې انځورګر محمد عبله ژوند کوي. که څه هم هغه د کلنو راهیسې د مصر د وضعیت په اړه انځورګري کوي، خو د مصر د څو ورستیو کلنو پیښو د هغه په هنري کار ډیره اغیزه کړې ده.

د ښاغلي عبله هنري کارونه په اروپا، امریکا او قاهره کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

ښاغلی عبله وايي چې د مصر د کلتور د نورو اړخونو په څیر، د هغه هنري کارونه هم د سیاسي مسایلو په اړه دي. هغه وايي چې د هنر هدف یې په مصر کې د آزادې او پرمختللې ټولنې جوړل دي.

ښاغلی عبله وايي: «زه هیله لرم چې موږ به خپله دیموکراسۍ جوړه کړو.چې زموږ وي، د مصر د دیموکراسۍ طریقه وي.»

د جون په میاشت کې ښاغلي عبله د مخالفینو څخه ملاټر وکړ چې د هغه وخت د حکومت د نسکوریدو غوښتنه یې کوله.

د حسني مبارک د حکومت نه ورسته د اخوان المسلمین حکومت راغی چې، د هغه په قول، هڅه یې وکړه چې د بیان د آزادۍ حق سلب کړي.

خو دغه مصري انځورګر وايي چې د اخوان المسلمین د ټولو غړو نیول به تشنج لا پسې ډیر کړي.

مصري انځورګر د خپلو هنري کارونو په اړه خبرې کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیمه لیکه










محمد عبله وايي: «اوس، د مصر د ټولنې یوه برخه خلک په دې اړه بحث کوي چې موږ غواړو ټول، اخوان المسلمین، ختم کړو. موږ باید دا ومنو چې داسي ځوان اخوانیان شته او داسې خلګ هم شته چې په تشدد کې ونډه نه لري.»

مصري انځورګر زیاتوي چې پوځ هم قدرت نه شي ساتلی. دا ځکه چې د ۲۰۱۱ کال نه ورسته، چې پاڅونونه پیل شول او حسني مبارک د قدرت نه لیرې شو، مظاهرې د مصر د کلتور برخه وګرځیدله.

هغه زیاتوي: «زما په یاد دي چې په ۲۰۱۱ کال کې د ۱۸ ورځو نه ورسته [د تحریر] میدان بیخې خالي شو او ما د یوازیتوب احساس کاوه.»

ښاغلی عبله په قاهره کې هم ځای لري. هغه خپله دوهمه سټیدو د دې لپاره د قاهرې په ښار کې په کرایه ونیوله چې پاڅونونو ته نږدې وي.

محمد عبله اوس د سیاسي فعالیتونو انځورونه کاږي. دغه بیا د هغو رسامیو نه دومره توپیر نه لري چې د مصر د انقلاب په اړه دي او په دیوالونو ایستل شوي دي.

دغه مصري انځورګر وايي: «دغه، هنر ته ډیر تغیر ورکړی دی. هغو خلکو چې د معمول په څیر یې د دودیزو طریقو نه کار اخیستی، اوس ورنه کار نه اخلي. اوس د داسي هنرونو وخت دی چې خلک په خوځښت راولي. داسي هنرونه چې د حالاتو استازیتوب کوي.»

د شاغلي عبله د ورستيو انځورونه موضوع هغه مظاهرې دي چې دوه نیم کاله مخکې د تحریر په میدان کې وشوي.
XS
SM
MD
LG