د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د سوریې په اړه خبرې پیل کړي


د ملګري ملتونو د امنیت شورا د بریتانیا لخوا د پشنهاد شوي پریکړه لیک په اړه خبرې پیل کړیدي. په دغه پریکړه لیک کې، د سوریې د حکومت لخوا په ولسي وګړو باندې د کیمیاوي وسلو ادعا شوی برید غندل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا، فرانسې، روسیې، چین او بریتانیا استازي د پشنهاد شوي پریکړه لیک په اړه بحث کوي.

د بریتانیې د صدراعظم دفتر ویلي دي چې د دغه پریکړه لیک مقصد دا دی چې ملګري ملتونه په سوریې کې «د ولسي وګړو د ساتنې لپاره د ضروري اقدام د کولو» اجازه ورکړي.

د پوځي اقدام نه مخکې، د اوباما اداره هڅه کوي چې یو داسې نړیوال ایتلاف جوړ کړي چې پکښې د عربي ټولنې او اروپايي اتحادیې هیوادونه شامل وي.

د نږدې ختیځ د پالیسۍ د انستیتوت کارپوه ډیویډ شینکر وايي: «موږ به په دې قادرنه شوو چې د هغه څه د ملاټر په اړه چې موږ یې غواړو د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پریکړه لیک ولرو.»

داسې بریښي چې روسیه، چې د سوریې متحد هیواد دی، د سوریې په اړه به د امنیت د شورا پریکړه ویټو کړي. روسیه وايي چې ځینې هیوادونه غواړي چې د سوریې بحران په مصنوعي توګه غټ وښيي.

بل پلو ته، په سوریې کې د ملګرو ملتونو پلټونکو بیرته خپلې پلټنې پیل کړي دي. دوی د تیرې چهارشنبې د ورځې د کیمیاوي وسلو د استعمال د تورونو په اړه پلټنې کوي. ملګري ملتونه وايي چې دغه ماموریت به څلور ورځې وخت ونیسي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون ویلي دي چې د ملګرو ملتونو پلټونکو ته باید وخت ورکړل شي چې خپل ماموریت سرته ورسوي. هغه د امنیت د شورا په غړو باندې غږ کړی دی چې د سوریې د حالاتو په اړه دې اتفاق وکړي.

امریکا او په سوریې برید

امریکايي چارواکي وايي چې په دې کې شک نه سته چې د تیرې اوونۍ د کیمیاوي وسلو بریدونه دې د سوریې حکومت کړې وي.
سوریې بیا د کیمیاوي وسلو د استعمال تورنه رد کړي دي.

امریکا هڅه کوي چې په سوریې باندې د بریدونو نه مخکې د نړیوالو ملاټر خپل کړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن وايي چې د سوریې د حکومت سره باید د نړیوالو قوانینو نه د سرغړونې حساب او کتاب وشي.

ښاغلی بایډن وايي: «موږ پوهیږو چې یوازې د سوریې رژیم دی چې دغه وسلې لري او [د سوریې رژیم] څو وارې مخکې هم دغه وسلې استعمال کړې دي. دوی د دغو وسلو د استعمال وسیلې لري او مصممه دي چې هغه ځایونه، چې د کیمیاوي وسلو بریدونه یې ورباندې کړي دي، له مینځه یوسي.»

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل وايي چې پوځ یې تیار دی چې د ولسمشر اوباما احکام پر ځای کړي.

د بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي هیګل وویل: «لارې چارې سنجول شوي دي. د امریکا د دفاع وزارت تیار دی چې دغه لارې چارې عملي کړي.»

امریکايي چارواکي وايي چې مخکې له دې نه چې ولسمشر اوباما د برید په اړه پریکړه وکړي، دوی به د کانګریس د غړو سره استخباراتي معلومات شریک کړي.

د سې شنبې په ورځ، د اوباما د ادارې ویاند وویل چې د امریکا حکومت نه غواړي چې په سوریې کې دې رژیم بدل کړي. هغه زیاته کړه چې امریکا په دې اړه بحث کوي چې د نړیوالو قوانینو نه سرغړونو ته څنګه ځواب ووایي او د کیمیاوي وسلو د استعمال مخه څنګه ونیول شي.

سوریې د کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستنه نه مني. د سوریې حکومت وايي چې د برید په صورت کې به د ځان نه دفاع وکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم وايي: د یرغل په صورت کې، موږ دوې لارې لرو. یا به تسلیمیږو او یا به د ځان نه د دفاع پخاطر د هرې ممکنه لارې نه کار واخلو.»
XS
SM
MD
LG