د لاس رسي وړ اتصالات

په انسانانو باندي زهرجن گازونه څه تاثیر لري؟


په سوریې کې د اګست په ۲۱ نیټه د کیمیاوي وسلو د استعمال له امله په سلګونو کسان مړه شول.
په سوریې کې د اګست په ۲۱ نیټه د کیمیاوي وسلو د استعمال له امله په سلګونو کسان مړه شول.
د عامه روغتیا متخصص او د طب ډاکټر سید عالم شنواری وايي چې په انسانانو د کیمیاوي وسلو او یا زهرجنو ګازونو اغیزې د دغه ډول وسلو د نوعیت په اساس فرق کوي.

ښاغلی شنواری وايي چې د کیمیاوي وسلو استعمال کیدای شي یوازې د انسانانو د مسمومه کیدو سبب شي. خو د کیمیاوي وسلو د ځینو نور ډولونو استعمال بیا د انسانانو د مرګ سبب هم ګرځیدلی شي.


تیره اوونۍ، د سوریې په جګړې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال له امله په سلګونو کسان ووژل شول. په جګړې کې دواړه اړخونو په یو بل باندې تور ولګاوه چې زهرجن ګازونه استعمال کړي دي. دغه بیا په نړیواله کچه د دغسې وسلو په اړه بحثونو ته لاره هواره کړه او نړیوالې ټولنې هم د کیمیاوي وسلو یا زهرجنو ګازونو د استعمال په خلاف سخت عکس العمل وښودی.

ډاکټر سید عالم شنواری وايي چې «د کیمیاوي وسلو استعمال ناورینونه منځ ته راولي، په همدې خاطر دی چې د نړیوالو قوانینو په اساس ممنوع ګرځول شوي دي.»

کیمیاوي وسلې یا زهرجن ګازونه څه دي؟ او د دغه ګازونو استعمال د انسانانو صحت ته څه تاوان رسوي؟ دا هغه څه دي چې د عامه روغتیا د متخصص ډاکټر سید عالم شنواري سره شافعه سردار پرې مرکه کړې ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:23 0:00
مستقیمه لیکه
  • 16x9 Image

    شافعه سردار

    شافعه سردار د ۲۰۰۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې، نطاقې او پروډیوسرې په حیث کار کوي. هغې د کابل د پوهنتون د فارمسۍ په پوهنځی کې زده کړې کړې دي. شافعه سردار د آشنا راډیو د روغتیا او آشنایانو د ادبي دیرې د اوونیزو خپرونو کوربنه ده.
XS
SM
MD
LG