د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د پوهنې بهیر د بریالیتوب کیسه ده


د پوهنې وزارت وایي ملگرو ملتونو د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو ته ویلي چې د خپلو هڅو کیسه سږکال د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د بریالیتوب د یو مثال په توگه وړاندې کړي.

ډاکتر فاروق وردگ دا هم وایي چې په پنځو نړیوالو ټولنو کې د افغانستان په غړیتوب سره د هیواد د پوهنې نظام تر راتلونکو لسو کلونو پورې د مالي لگښت له درکه تضمین شوی دی.

ښاغلي وردگ دا خبره ٣۴ میلونو نویو چاپ شویو درسي کتابونو د ویشلو د مراسمو په ترڅ کې وکړه.

دا کتابونه د امریکا د متحده ایالتونو د پرمختیایي ادارې د شلو میلونو ډالرو په مرسته په اندونیزیا او افغانستان کې چاپ شوي دي چې په دې سره د لومړنیو ښوونځیو د درسي کتابونو د کمبود ستونزه په بشپړه توگه حل کیږي.

همداشان د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردگ وایي اوس په ټول هیواد کې څلورسوه ښوونځي تړلي دي چې اکثر یې د بې امنۍ په وجه نه بلکې د داخلي مهاجرتونو په وجه چې خلکو له هغو سیمو څخه چې دا ښوونځي په کې پراته دي، نورو سیمو ته کډه کړې ده.

د ښاغلي وردگ په وینا پنځه کاله مخکې د تړل شویو ښوونځیو شمیره یوولس سوه وه.

د ولسي افغانانو غبرگون:

دا په داسې حال کې دي چې د ژیړۍ ولسوالۍ یو اوسیونکی عبدالباقي د حکومت بیغورۍ ته گوته نیسي او وایي:

«دلته امنیتي گواښ او بې امني نشته او په دې هیله دي چې ښوونځي ورته جوړ او فعال شي او اودلادونه یې د پخوا په شان ښوونځیو ته لاړ شي. دلته د مکتبونو کمی دی، پخواني ښوونځي ویجاړ شوي او نړیدلي دي، او دوی د ښوونځیو او ښوونکو له مبود سره مخامخ دي.»

یو بل افغان د پکتیا اوسیدونکی سیدا جان بیا وایي له طالبانو وروسته دوره کې مو هیله درلوده چې اولادونو مو له ښه تعلیم نه برخمن شي. هغه زیاتوي:

«په لومړیو کې د پوهنې بهر ډیر چټک او ښه روان و، او ډیر ښوونځي پرانستل شول، خو متاسفانه چې دې کار څلور کاله دوام وکړ او بیا ورو شو. او دا له یوه اړخه د امنیتي گواښونو له درکه او له بل اړخ څخه د په سیمه کې د پوهنې د چارواکو د ناغېړۍ له درکه.»

د لوړو زده کړو د محصلینو زیاتوالی

بلخوا د لوړو زده کړو وزیر وایي دا وزارت هڅه کوي چې د هغو محصلینو شمیره لوړه کړي چې غواړي د شپې له خوا په پوهنتون کې زده کړې وکړي.

د لوړو زده کړو وزیر پوهاند ډاکتر عبیدالله عبید د جمعې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د دولسمو ټولگیو ١٩٦٨٢ زده کوونکو په کانکور ازموینه کې گډون کړی چې له دې جملې څخه دوه زره یې نجونې دي. د هغه په وینا ٨۴٣٠ زده کوونکي به د افغانستان په پوهنتونونو کې چې د شپې له خوا زده کړې پرمخ بیایي، شامل کړای شي.

دا زده کوونکي به د کابل پوهنتون او د لوړو زده کړو په پوهنتون کې د اقتصاد، ادبیاتو، ژورنالیزم، ښکلیو هنرونو، د سیاسي علومو او نورو څانگو کې زده کړې وکړي.
XS
SM
MD
LG