د لاس رسي وړ اتصالات

بانکي مون:د سوریې جګړه مه پوځي کوئ


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ویلي دي چې د پوځي قوت نه کار اخیستل په هغه صورت کښې قانوني بڼه لري چې یا د ځان د دفاع په خاطر وشي او یا یې د ملګرو ملتونو د امنیت شوار اجازه ورکړي.

ښاغلي بان د روسیې د سینټ پیټسبرګ ښار ته چې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو عالي غونډه پکښې دایریږي د روانیدو نه وړاندې خبریالانو ته وویل د امریکا د ولسمشر براک اوباما نه مننه کوي چې په سوریې باندې د پوځي حملې نه وړاندې یې د کانګریس سره سلا مشورې پیل کړیدي.

تمه کیږي چې د مشرانو پدې عالې جرګې کښې سوریه د بحث اصلي او مهمه موضوع وي.
ښاغلي بانکي مون وویل هیله لري چې د سوریې په اړه ټول اقدامات به د ملګرو ملتونو د منشور سره سم واخیستل شي.

" د پوځي قوت نه کار اخیستل یوازې په هغه صورت کښې قانوني بڼه لري چې د ملګرو ملتونو د منشور د 51 مادې په مطابق د خپل ځان ددفاع په خاطر استعماله شي او یا دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یې د منظورۍ پریکړه وکړي. او همدا دا د ملګرو ملتونو پاخه اصول دي. "

بانکي مون وویل که چیرته دا خبره ثابته شي چې کومې ډلې د هر دلیل په خاطر چې لري وي ، د کیماوي وسلو نه کار اخیتسی وي، نو دا به یو غټ او پارونکی جرم وي.
ښاغلي بان همدرانګه د ټولو هیوادونو نه وغوښتل چې د هر ډول اقدام نه وړاندې دې، د هغوي په عواقبو پوره غور او فکر وکړي او تر څنګ یې دا هم وویل چې د سوریې روانه جګړه دې لا پسې پوځي کیدو ته نه پریږدي.

بانکي مون وویل په سوریې او سیمې کښې کښې ګډوډي د هیچا په خیر نده او یو ځل بیا یې غوښتنه وکړه چې په ژنیو کښې دې هر څومره ژر چې امکان ولري، سیاسي کانفرانس دې دایر شي.
بل پلو د ملګرو ملتونو هغه ټیم چې سوریې ته د کیماوي وسلو د استعمال په اړه د تحقیقاتو لپاره تللی ؤ، کافي معلومات او شواهد راټل کړیدي. بانکي مون وویل چې پدغو شواهدو به نن د چارشنبې په ورځ کار وشي.

دې ټیم پوره دوه اوونۍ په سوریه کښې تیرې کړې او یوازې دا به مالومه کړي چې آیا د کیماوي وسلو نه کار اخیستل شوی ؤ او که نه خو رپوټ وایي دا حق نلري چې ووایي کیماوي وسلې چا استعمال کړیدي.
XS
SM
MD
LG