د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران اوامریکا ولسمشرانو لیکونه تبادله کړي


اېران داتائېدوي چې دولسمشر اوباما او روحاني ترمنځ لېکونه تبادله شوېدي. داېران دبهرنېو چارو وزارت د سه شنبی په ورځ ووېل چې ولسمشر حسن روحآني دامرېکا له ولسمشر براک اوباما سره مکاتبه کړېده او داهم تائېدوي چې ددواړوهېوادونو دمشرانو ترمنځ مستقېمه مفاهمه شته ده.

اېران او امرېکا خپلې رسمي دېپلوماتېکې اړېکې په 1980 م کال کې له ېوبل سره وشلولې. داکار لنډه موده وروسته له هغه نه وشو چې داېران ېوشمېر شاگردانو اواسلامي توندلارو دامرېکا پرسفارت په تهران کې هجوم ور وړ او دامرېکا دېپلوماتان ېې برمته کړل.


که څه هم ددواړو هېوادونو چارواکي وايی چې دواړه خواو د نېغ په نې خبرو لپاره دروازې خلاصې پرېښې دي چې داېران د اټومي پروگرام په سر دېوې لسېزې اږده جنجال ته دحل لاره پېداکاندي.

داېران دبهرنېو چارو دوزارت نطاقې مرضېه افخم د سه شنبې په ورځ ووېل چې ولسم‍شر اوباما داېران نوي ولسمشر حسن روحآني ته پېغام ورلېږلی دی او هغه ته ېې په انتخاباتو کې دبري مبارکي وېلې ده. مرضېې افخم وویل لکه څنگه چې موږ په خبري رپوټونو کې لېدلي دي دغه راز لېک تبادله شوېدی.

رپوټ وايي دغه دواړه مشران به د ملگرو ملتونو په عمومي شوری کې په ېوه ورځ خبری وکړي خو ددې لپاره هېڅ پلان نشته دی چې دواړه مشران به له ېوبل سره ملاقات وکړي.


رپوټ وايي چې حسن روحاني ېوداسې دېني عالم دی چې محافظه کاروکاندېدانو ته ېې د اېران دولسمشرۍ د جون د مېاشتې په ټولټاکنو کې ماتې ورکړه. نوموړی غواړي چې له نړۍ سره ډېرې رغنده اوتعمېري اړېکې ولري. په دې توگه هغه هیلې زېاتېږي چې ښايي داېران داټومي جنجال مسله دروغې جوړې له لارې حل شي.
XS
SM
MD
LG