د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا کانګرس د لګښتونو او پورونو لایحه تصویب کړه


په کانګرس کې د دیموکراتانو مشر هیري ریډ
په کانګرس کې د دیموکراتانو مشر هیري ریډ
د امریکا کانګرس هغه لایحه تصویب کړه چې په اساس به یې تړل شوي فدرالي ادارې بیرته پرانستل شي او د حکومت د پور اخیستنې کچه به لوړه شي.

د امریکا ولسې جرګې د چهارشنبې په ماښام هغه لایحه چې د امریکا د مشرانو جرګې تصویب کړې وه پاس کړه.

د امریکا ولسي جرګې لایحه ته ۲۸۵ موافقه او ۱۴۴ مخالفه رایه ورکړه. په سنا کې بیا دغه لایحې ته ۸۱ موافقه او ۱۸ مخالفه رایې ورکړل شوي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي دي چې کله چې تصویب شوې لایحه ده ته واستول شي نو سمدستې به یې لاسلیک کړي.

د لایحې په اساس به سمدستې تړل شوي حکومتي ادارې بیرته پرانستل شي.

په کانګرس کې د لایحې د تصویبیدو پخاطر، ولسمشر اوباما د دواړو ګوندونو د مشرانو نه مننه وکړه. هغه دا خبره هم وکړه چې اوس د دې وخت دی چې هڅه وشي چې د امریکایانو اعتماد بیرته ترلاسه شي.

د لایحې په اساس به د امریکا حکومتي ادارې د جنوري تر ۱۵ نیټې پورې تمویل شي او د حکومتي پورونو اندازه به تر هغه کچې لوړه شي چې حکومت د خپل پورونو په ورکولو کې د ۲۰۱۴ کال د فبروري د میاشتې تر اوومې نیټې پاته را نه شي.

په دغه مودې کې به د امریکا د کانګرس غړي د لګښتونو د کمولو په سر خبرې وکړي.

که چیري د حکومت د پور اخیستنې کچه نه وای ډیره شوې نو د امریکا حکومت به د نور پورونو د اخیستنې وس له لاسه ورکړی وای او د خپل بلونو او پورونو په ورکولو کې به پاته راغلی وای.

په امریکا کې یو شمیر دولتي ادارې د اکتوبر په لومړۍ نیټې ورسته له دې نه وتړل شوي چې کانګرس د حکومتي لګښتونو په سره موافقې ته و نه رسیدی.

په کانګرس کې د اختلاف اصلي ټکی د اوباما صحي پروګرام و. جمهوري غوښتونکو غوښتنه کوله چې لګښتونو په لایحې کې دې دا وویل شي چې دغه پروګرام دې یا خو وځنډیږي او یا هم لغوه شي.

خو ولسمشر اوباما بیا ویل چې هغه به په صحي پروګرام باندې تر هغو خبرې و نه کړي چې حکومتي ادارې تړلې وي.
XS
SM
MD
LG