د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:دواړه گوندونه په گډه کار کولی شي


دامرېکا ولسمشر براک اوباما وايي درې داسې مهمې مسلې شته دي چې دېموکراتان او جمهوري خواهان پکې په گډه کار کولی شي.

ولسمشر براک اوباما دحکومت دبېرته فعالېدلو نه وروسته په خپله اولنۍ اونېزه وېنا کې ووېل امرېکا په خپلو مالي مسوولېتونو کې د پاتې راتللو له خطر نه خلاصه شوه، او دواړه گوندونه باېد له ېوبل سره کېني او دېوې مسوولانه بودېجی د جوړولو لپاره ېوه معتدله لاره غوره کړي؛ داسې بودجه چې اقتصادته په بېړه وده ورکړي ، دبودجی کسر کم کړي،او داېنده لگښتونو دکمولو چاره هم وکړي.

ولسمشر اوباما وویل بله مسله چې دوی پرې په گډه کار کولی شي، هغه امرېکا ته دمهاجرت نېمگړی سېستم دی چی ترمېم ېې کړي. په دې برخه کې دامرېکا سنا ېوه داسې مسوده منظؤرکړېده چې ددواړوگوندونو په قوي ملاتړ جوړه شوې وه او پکارده چې داستازو مجلس هم همدغه راز ېو اقدام وکړي.

ولسمشر براک اوباما وویل: درېمه مسله چی دواړه گوندونه پکې په گډه کار کولی شي، هغه دهغو ماشومانو په برخه کې دېوې مسودې منظؤرول دي چې هغه ماشومان خوندي کړي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. اوهمدارنگه بالغ او تنکي ځوانان هم دضرورت په وخت کې وژغورلی شي. کلېوالي ټولنو ته داشراېط برابر کړی شي چې پرمخ ولاړې شي.

دجمهوري خواهانو له خوانه د وېرجېنېا لوی څارنوال کېن کوچېنیلي وویل چې دولسمشر اوباما روغتېا يي پلان دهغې ازادۍ پرمخ ېوه څپېړه ده، چې داملک ېې پربنا جوړ شوېدی. کوچېنیلي دوېرجنېېا دولاېت د چوکۍ لپاره ځان کانديد کړی دی.
XS
SM
MD
LG