د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکایي استخباراتي شبکو فعالیت او د فرانسې غبرگون


د امریکایي استخباراتو په هکله د فرانسې غبرگون
د امریکایي استخباراتو په هکله د فرانسې غبرگون
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فرانسې له ولسمشر فرانسوا هولاند سره د فرانسې د حکومت د هغو اندیښنو په هکله تیلفوني خبرې وکړې چې وایي امریکایي استخباراتي شبکو د فرانسوي وگړو په میلونو تلیفوني خبرې اوریدلي دي.

دواړو ولسمشرانو تلیفوني وروسته له هغې خبرې وکړې چې فرانسوۍ ورځپاڼې لیموند رپوټ خپور کړ چې گواکې د امریکا د ملي امنیت ادارې د څو ملیونو فرانسویانو تلیفوني خبرې ثبت کړي دي.

په همدې اړوند د فرانسې د باندنیو چارو وزیر لوران فبیوس، د امریکا سفیر چارلس ریوکن وروغوښت چې ددې رپوټ سپیناوی وکړې.

" .. موږ غوښتنه کوو چې متحده ایالات باید پرته له ځنډه ددې کار دلیل وړاندې کړي او زموږ ددې غوښتنې تر څنگ، دغه کار که اوس هم دوام لري باید ژرترژره ودرول شي. زه تاکید کوم چې مونږ د ترورزم پر ضد جگړه کې همکاري کوو، خو دغه کار هیڅ توجیح کیدلی نه شي چې زموږ د میلیونونو کسانو شخصي خبرو ته غوږ ونیول شي."


د امریکایي استخباراتو په وړاندې د فرانسې غبرگون
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00
د امریکا د باندنیو چارو له وزیر څخه همدا پوښتنه وشوه، خو هغه په مشخصاتو د جواب ورکولو نه ډډه وکړه او یواځې دومره یې وویل چې په دې عصر کې امنیتي چارې یوه ډیره پیچلې موضؤع ده.

د انترنیتي ازادیو د ملاتړ دیوې ډلې غړی جیلین یارک وایي د امریکا په حکومت لگول شوي تورونه، نړیواله ټولنه په امریکا باندې بې باوره کوي.

".. فرانسې وویل چې دغه کار قطعاً د منلو وړ نه دی. مکسیکو ویلي دي چې ددی د جمهور رئیس جاسوسي، د نړیوالو قوانیو سرغړونه ده. په همدې ډول نور هیوداونو د امریکا دې کړنو په غوسه کړي دي او وایي چې له دې وروسته باور نه کوي چې د امریکا سره استخباراتي همکاري وکړي. "

د جرمني په اونیزه مجله دیر شپیگل کې د امریکا د ملي امنیت د پخواني قراردادي ایدوارد سنوډن په حواله لیکل شوي وو چې امریکایي استخباراتو د مکسیکو د جمهور رئیس فیلیپ کالډیرون ایمیلونه کتلي وو.

سنوډن، نن سبا په روسیه کې پناه اخیستي ده. د امریکا د ملي امنیت د دارې رازونه یې افشا کړي او د امریکا حکومت یې د ملي خیانت په تور محاکمه کول غواړي.
XS
SM
MD
LG