د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف: د بې پیلوټه الوتکو بریدونه دې بند شي


نواز شریف او باراک اوباما د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل
نواز شریف او باراک اوباما د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل
په سپینه ماڼۍ کې د غونډې نه ورسته، د پاکستان صدراعظم وویل د امریکا د ولسمشر نه یې غوښتنه کړې ده چې په قبایلي سیمو کې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړي.

د دواړو هیوادونو مشرانو، همداراز په سیمه او افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه هم خبرې وکړي.

ښاغلي شریف وویل: «پاکستان او امریکا د تروریزم خلاف قوي او دوامداره همکاري کوي. موږ د دغه همکارۍ د لا ډیرولو په سر موافقه کړې ده. ما په مجلس کې د ډرون د بریدونو د مسلې ذکر هم وکړ، ما په دې ټنګار وکړ چې دغسې بریدونه دې بند شي.»

ولسمشر اوباما بیا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه څه و نه ویل. خو هغه وویل چې دواړو هیوادونو ته پکار ده چې د تروریزم خلاف جګړې کې ګډ کار وکړي.

ښاغلي اوباما وویل: «دغه یو چیلنج دی، دغه اسانه کار نه دی او موږ باید ګډ کار کولو ته ژمن شو او دا اطمیناني کړو چې د دې پرځای چې [تروریزم] زموږ د هیوادونو ترمنځ د تشنج منبع وګرځي، دغه باید د ګډ کار کولو یوه قوی منبع شي.»

نواز شریف وویل چې د ولسمشر اوباما سره یې په سیمې کې د پاکستان د رول په اړه هم خبرې کړي دي.

د پاکستان صدراعظم وویل: «لکه پخوا، موږ به د امریکا سره د یو موټي او باثباته افغانستان په جوړولو کې کار وکړو. ما ولسمشر اوباما ته خپله مخلصانه ژمنه تکرار کړه چې غواړو د هند سره د ورورولۍ او همکارۍ اړیکې ولرو او ټول موضوعات، د کشمیر د موضوع په شمول، د سولې له لارې حل کړو.»

ولسمشر اوباما وویل چې د جنوبي اسیا په سیمې کې پاکستان د امریکا یو مهم ملګری هیواد دی.

باراک اوباما وویل: «موږ باور لرو چې که چیري په پاکستان کې امن، سوله او سوکالي وي، نو دا به نه یوازې د پاکستان لپاره ګټور وي، بلکه د سیمې او نړۍ لپاره به هم ګټور وي.»

ولسمشر اوباما دا خبره تکرار کړه چې امریکا به په نورو برخو، لکه اقتصاد او تعلیم، کې د پاکستان سره مرسته وکړي.

د ۲۰۱۱ کال راهیسې چې امریکايي خاصو ځواکونو په پاکستان کې د القاعدې د شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژلو لپاره عملیات وکړل، د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ښې نه دي.

پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خلاف غږ پورته کړی دی، خو رپورټونه بیا وايي چې پاکستان د دغسې بریدونه نه ملاټر کوي.

د واشنګټن پوست ورځپانې، په خپلې ننۍ کنې کې، یو راپور خپور کړی دی چې وايي په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو نه، په پټه، د پاکستان حکومت ملاټر کوي

ورځپانې زیاتوي، چې د سي ای اي د اسنادو او پاکستاني دیپلوماتانو د لیکونو په اساس، امریکا اسلام اباد ته د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په اړه پټ معلومات ورکړي او په دغو بریدونو کې یې د مړو د شمیر په اړه هم وضاحت ورته ورکړی دی.

خو د اوباما ادارې په وار وار دا خبره کړې ده چې د پاکستان په هغو سیمو کې چې حکومت کنټرول نه لري، د تروریستانو خلاف به د بې پیلوټو الوتکو بریدونه ادامه ومومي.
XS
SM
MD
LG