د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ والي د کرکټ ملي لوبډله په سوغاتونو وویاړله


بلخ ته د کرکټ د ملي لوبډلې سفر
بلخ ته د کرکټ د ملي لوبډلې سفر
د کرکټ د ملي لوبډلې د هرکلي لپاره د مزارشریف په نړیوال هوايي ډګر کې د بلخ د ولایت چارواکي، مینه وال او ورزشکاران راټول شوي وو.

د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې د کرکټ‌ ملي لوبډلې لویه بریا خپله کړې او دا بریا د افغانستان د ټول ملت بریالیتوب دی.

د ده په وینا ورزش کولای شي چې د افغانستان د ټولو قومونو ترمنځ یوالی رامنځ ته کړي. هغه وایي دا د بلخ ولایت د ټولو اوسیدونکو لپاره د ویاړ ځای دی چې د کرکټ ملي لوبډلې دغه ولایت ته سفر وکړ.

سوغاتونه:

د کرکټ ملي لوبډلې ته د سوغاتونو ترڅنګ د والي له لورې دوه میلونه افغانۍ هم ورکړل شوې.

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي حمید حسن آشنا ټلویزیون ته وویل چې د هیواد په کچه د خلکو او چارواکو لخوا د دوی نازول د دوی په راتلونکو بریالیتوبونو باندې مثبته اغیزه کوي.

د بلخ ولایت ته د کرکټ د ملي لوبډلې سفر
د بلخ ولایت ته د کرکټ د ملي لوبډلې سفر


د افغانستان کرکټ بورډ د بلخ د والي او خلکو د میلمه پالنې څخه مننه وکړه او هیله یې څرگنده کړه چې د کرکټ لوبه د افغانستان ټولو ولایتونو په تیره بلخ کې هم وده وکړي.

د بلخ والي عطا محمد نور ددې هیلې په غبرگون کې د افغانستان کرکټ بورډ سره ژمنه وکړه چې په مزار شریف ښار کې د کرکټ د یوه لوی میدان په جوړولو کې به هڅې وکړي تر څو په راتلونکې کې د کرکټ لوبه د افغانستان شمالي ولایتونو ته لا نوره هم وغځیږي.

د بلخ ولایت د کرکټ د ملي ټیم سفر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00
XS
SM
MD
LG