د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: ایران دې د آټومي پروګرام په اړه اقدامات وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
په روانه اوونۍ کې به نړیوال مرکچیان د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سره وګوري او د ایران د اټومي پروګرام په اړه به خبرې وکړي.

د ایران حکومت هڅه کوي چې اقتصادي بندیزونه، چې په دغه هیواد باندې د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا لګول شوي، لیرې شي. په دغه لړ کې، ایران نړیوالو مرکچیانو ته یو شمیر نوي وړاندیزونو هم کړي دي.

خو اسرائیل او سعودي عربستان، چې د امریکا ملګري هیوادونه دي، په دې باور دي چې د اوباما اداره باید [د ایران سره د روابطو په عادي کولو کې] تلوار و نه کړي.

د ملګري ملتونو د اټومي انرژۍ اداره وايي چې د ایراني چارواکو سره یې د دغه هیواد د آټومي پروګرام د څارنې په سر رغنده خبرې اترې کړې دي.

امریکا د دغه خبرو چې هدف یې د دې معلومول دي چې ایا ایران تیار دی چې نړیوالې غوښتنې ومني هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي: «ځینې دا وړاندیز کوي چې دا سمه نه ده چې حتا موږ دغه وازمویو. زه وړاندیز لرم چې دغه چې امریکا ټول انسانیت ته یو مسول هیواد دی، نو موږ نه غواړو چې د خطرناکو اوغیرمسولو لارو چارو په امکانات باندې غور وکړو. موږ به د ویرې تکتیکونو او ځواکونو ته تسلیم نه شو چې [زموږ د اوسني موقف] برعکس غواړي.»

په هغو هیوادونو کې چې وايي د ایران د نوي حکومت په خبرو دې باور نه کیږي، د امریکا ملګري هیوادونه، اسراییل او عربستان شامل دي.

د اسرائیلو د عدلیې وزیرې زیپي لېوني وویل: «کله چې تاسو سعودي عربستان نه اوری چې وايي آټومي وسلو ته دې د ایران د لاسرسۍ نه مخنوی وشي نو دغه خبره اشنا ده. زه فکر کوم چې د ایران په اړه عربي هیوادونه د اسراییلو سره یو شان نظر لري.»

د اسرائیلو د عدلیې وزیرې زیاته کړه چې اسراییل غواړي چې د عربي هیوادونو د حکومتونو سره په دې برخه کې همکاري وکړي

اغلې لیونې وویل: «بدبختانه د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ پراخه شخړه بیا دا ناممکنه کوي یا یې مشکله کوي چې یو ځایي اقدام دې وشي. دا ځکه چې کله چې [په عربي] ملکونو کې عام نظر ته وکتل شي نو دوی ته اوس هم اسرائیل د دښمن حیثیت لري.»

د امریکا پخواني سفیر ادم ایرلي په دې نظر دی چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه واشنګټن د سعودي او اسرائیلو د تشویشونو د رفع کولو لپاره کافي څه نه دې کړي.

ښاغلی ایرلي وویل: «د دوی تشویش قابل د درک دی، دا ځکه چې دوی هغه څه ویني چې په واشنګټن او نیویارک کې کیږي، او دوی د امریکايي لوړرتبه چاروکو نه هم، په خصوصي مجلسونو کې، بل څه نه اوري.»

هغه وایي چې د ایران په اړه د دغو هیوادونو اندیښنې په ځای دي.

ښاغلی ایرلي وايي: «زه فکر کوم چې [د ایران] هدف د اټومي وسلو جوړول دي. او دوی نه غواړي چې داسې محدودیتونه، چې د دوی د دغه کار نه راوګرځوي، ومني، حتا که دغه د بندیزونو لیرې کول هم وي.»


د ایران د اټومي پروګرام په سره خبرو کې ورسته له دې نه پرمختګ وشو چې په ایران کې حسن روحاني د ولسمشرۍ انتخابات وګټل.

د امریکن د پوهنتون استاد اکبر احمد وویل: «زه فکر کوم چې باور دا دی چې ایران فکر کوي چې موږ یې کولای شو، او موږ باید په نړیوال چوکاټ کې دغه کار وکړو. . . موږ غواړو چې د اوسني بن بست نه راووځو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ایران نه د جدي اقداماتو د کولو تمه کیږي. هغه وویل: «موږ د دې تمه لرو چې اقدامات باید چې حقیقي وي او باید چې د تایید وړ وي. دوی باید دغه کار سرته ورسوي. او هیڅ ډول خبرې نه شي کولای چې د دغسې اقداماتو ځای ونیسي.»

په ایران باندې د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا لګیدلي بندیزونو د دغه هیواد اقتصاد ته ډیر تاوان رسولی دی. د دغه هیواد د تیلو صادرات د ورځې یو میلیون بېلره کم کړي دي چې په نتیجه کې یې په ایران کې انفلاسیون راغلی دی او د ریال ارزښت هم خورا کم شوی دی.

که څه هم د ایران ولسمشر روحاني غواړي چې د امریکا او غربي نړۍ سره یې اړیکې ښې شي خو د ایران دننه محافظه کاران بیا د هغه د هڅو سره مخالفت کوي.

دامریکا حکومت او د سیاسي او اقتصادي چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې اقتصادي بندیزونو په ایران باندې فشار اچولی چې د خپل آټومي پروګرام په سر خبرو ته تیار شي.
XS
SM
MD
LG