د لاس رسي وړ اتصالات

د ازبکستان د ولسمشر د لور گلنارې کریموا کیسه


د ازبکستان د ولسمشر لور گلناره کریموا
د ازبکستان د ولسمشر لور گلناره کریموا
یو څلویښت کلنه گلناره کریموا چې تر دې وروستیو پورې یې د ژوند زړه وړونکې او ځلانده بڼه یو مثال و، او ورته د خپل پلار د ازبکستان د اوږدمهاله ولسمشر اسلام کریموف د ځای ناستې په توگه کتل کیدل، اوس یې بخت او چانس خورا راتټیټ شوی.

تیره اونۍ ازبک مقاماتو د کریموا خیریه موسسه وتړله چې په هغې کې د تلویزیون او رادیو شبکې او ویب پاڼې شاملې دي چې په عمومي توگه د کریموا اړوند پیښې او د هغې دلچسپۍ ترویجوي.

د رپوټونو له مخې د ازبکستان بوگنونکی امنیتي خدماتو چې د ایس ان بي په نامه شهرت لري، د هغې بانکي حسابونه تړلي او له مامورینو څخه یې پلټنې پیل کړي دي.

د اکتبر د میاشتې په لومړیو کې د کریموا د کاکا ځوی اکبرعلی عبدالله یف چې په فرغانه کې ستره سوداگري لري د مالیاتو، رشوت خوړولو او اختلاس په تور بندي شو.

د اکتبر په یودیرشمه د رسنیو د تنظیم په چارو کې د کریموا نژدې معتمد عبدوخالقوف ونیول شو او د سمرقند تلویزیوني چنیل چې هغه تمویل کاوه، وتړول شو.

هغه د کلونو راهیسې د ازبکستان حکومت ته په خدمت کولو شهرت درلود او د هغه کمپاین مشري یې کوله چې پر رسنیو باندې خپل کنترول پراخ کاندي.

د الکترونیکي رسنیو د ملي اتحادیې د رئیس په توگه عبدوخالقوف ویلي وو چې هر هغه خبریال چې د هرې بهرنۍ رسنۍ سره همکاري کوي باید لومړی اجازه واخلي.

زیات شمیر هغه شبکې چې د امریکا غږ د ازبکي ژبې تلویزیوني خپرونې یې خپرولې په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦ کې په زور وتړل شوی او یا یې هم د امریکا غږ سره همکارۍ بس کړې.

د ازبکستان د ولسمشر مشره لور گلناره
د ازبکستان د ولسمشر مشره لور گلناره
له څو تیرو میاشتو راهیسې کریموا د مشرتابه د نیولو لپاره خپله مبارزه په ډاگه کړه چې د خپل ٧٥ کلن پلار ځای ونیسي چې د ١٩٨٩ کال راهیسې په پرله پسې توگه په فولادي لاس پر دغه هیواد واکمني کوي.

په خپل توتیر کې کریموا ادعا کړی چې په هیواد کې یې دښمنان د نوموړې او د هغې د ملاتړو او گټو پر ضد وحشیانه کمپاین کوي،

او په دې اړوند یې گوته د ایس ان بي یا د ازکستان د امنیتي خدماتو د ادارې مشر رستم عنایتوف ته نیولې ده چې د حکومت ځواکمن عنصر گڼل کیږي.

په الکترونیکي رسنیو کې د گلنارې کریموا مبارزه

کریموا په تویتر کې په دې خبرسازه وه چې له فیشن، مود، پاپ موسیقۍ او جواهراتو اړوند موضوعاتو څخه یې د رژیم سره د واک پر سر مبارزې ته مخه کړه، د هغه رژیم په وړاندې چې په اسرارو او بیرحمۍ باندې مشهور دی.

په یو وروستني تویتر کې کریموا ادعا کړې ده چې هغې د زهرو د ورکولو هڅه شوی ده. او په یو بل تویتر کې یې خپل پلار له ستالین سره پرتله کړې دی.

د گارین ورځپاڼې ته خبریالې جوانا لیلیز اپتلي، گلناره کریموا د ولسمشر یوه زړه وړونکې لور بللې چې شانداره ژوند لري.

د جولایي تر میاشتې پورې کریموا په ژنیو کې د ملگرو ملتونو په دفتر کې د ازبکستان دایمي استازې وه چې دیپلواتیک مصونیت یې درلود. خو په اداري فساد او د پیسو په کار وبار کې د ښکیلتیا په تور گوښه کړای شوه.

په داسې حال کې چې د کریموا پر ضد کمپاین د ازبکستان د ولت تر کنترول لاندې میډیا کې نه خپریږي، منابعو د امریکا غږ ته ویلي دي چې خلک په انترنیت کې دغه کیسه تعقیبوي.

د کریموف د لوڼو ترمنځ مخالفت

تیره میاشت د کریموف کشره لور لولا چې په ژنیو کې ژوند کوي د خپل پلار او مشرې خور ترمنځ د اوږدمهاله شخړې په هکله یې خبرې وکړې او ویې ویل چې پلار او خور یې د دولس کالو راهیسې خبرې نه دي کړي.

گلنارې په تویتر کې پر خپلې ځوانې خور برید کړی، لولا او د هغې مور تاتینا کریموا یې په جادوگرۍ کې ښکیلې گڼلي دي.

کریموف هیڅکله هم په څرگنده د خپلې غیر نورمالې کورنۍ په هکله څه نه دي ویلي. خو دا ډیر ممکن دي چې هغه د خپلو اولادونو او د هغوې د کړنو په اړه پوره خبر دی.

د سیاسي چارو کارپواه په دې باور دي چې کریموا پخپله خبرې جوړوي او کیدای شي د هغې ملاتړو او په حکومت کې دننه د هغې پلویانو ته به ددې کمپاین ضرر ورسیږي.

منابعو د نوم د نه څرگندولو په شرط د امریکا غږ ته ویلي دي د عمر د پوخوالي سره سره اسلام کریموف د هیواد په چارو کابو دی او په ٢٠١٥ کې د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو ته تیاری نیسي.
XS
SM
MD
LG