د لاس رسي وړ اتصالات

مشورتي لویه جرگه د پنجشنبې په ورځ پیل کیږي


 مشورتي لویې جرگې ته چمتوالی
مشورتي لویې جرگې ته چمتوالی
د مشورتي لويې جرګې د جوړیدو کمیسیون وايي په امنیتي تړون باندې د بحث لپاره به په پنځوس کمیټو کې د جرگې گډونوال داسې تنظیم کړای شي چې په هره کمېټه کې پنځو دیني علماو او دوو حقوقپوهانو ته ځای ورکړل شي چې دا تړون په شریعي او حقوقي لحاظ په پوره توګه وڅېړي.

مشورتي لویه جرگه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ دایریږي. لویه جرگه به له امریکا سره د افغانستان په امنیتي تړون بحث وکړي او حکومت به سلا مشورې ورکړي.

مشورتي لویې جرګې ته دوه زره او پنځه سوه استازي رابلل شوي چې د څو ورځو راهېسې د گډونوالو راتگ پیل شوی دی.

د جرګې د جوړیدو کمیسیون وايي ټول کارونه یې بشپړ شوي دي او د جرګې غړي له ١٧ ټولنیزو کټګوریو څخه ټاکل شوي دي.

مشورتي لویې جرگې ته تیاری
مشورتي لویې جرگې ته تیاری


د لویې جرګې د جوړیدو د کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه اي د غړو د انتخاب د شریطو په اړوند وایي: «... عمر یې پنځه ویشت کاله وي، د بشري حقونو ناقض نه وي، په جنګي جرمونو متهم نه وي، د جرګو په اړه معلومات ولري او د کومې سیمې چې استازيتوب یې کوي باید هلته متنفذ وي.»

ښاغلی حسیني وايي دا جرګه به څلور ورځې دوام وکړي، او پیل او پای ته به یې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وینا وکړي.

د افغان حکومت د وسلوالو مخالفینو د ګډون په اړه ښاغلی حسیني وايي، د حزب اسلامي د غړو د ګډون لست ورته سپارل شوی دی.

د مشورتي لویې جرگې ته رابلل شوي یو شمیر ګډونوال وایي د امریکايي سرتیرو د قضائي صلاحیت مسئله به پدغه جرګه کې د دوی لپاره د جدي بحث موضوع وي.

افغان حکومت وايي دا جرګه یواځې د امنیتي تړون د بحث لپاره راغوښتل شوې او په اجندا کې یې بله هیڅ موضوع نه ده شامله.
مشورتي لویې جرگې ته چمتوالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00
XS
SM
MD
LG