د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي امنیت سلاکاره له ولسمشر کرزي سره ګوري


د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر اوباما سلاکاره سوسن رایس
د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر اوباما سلاکاره سوسن رایس
د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوسن رایس افغانستان ته تللې ده او له ولسمشر کرزي سره به وګوري.

هغې افغانستان ته داسې مهال سفر کړی دی چې په دغه هیواد کې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د امریکايي عسکرو د پاته کېدو په اړه ناڅرګندتیا پیدا شوې ده.


د هغه وخت نه چې میرمن رایس د امریکا د ملي امنیت د سلاکارې په توګه ګمارل شوې ده دا د هغې لومړی سفر دی چې د امریکا نه بهر یې کوي.

د امریکا د ملي امنیت یو ویاند دا خبره هم کړې ده چې میرمن رایس به د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د پوځيانو، پراختیايي چارو د کارپوهانو او دیپلوماتانو سره وګوري.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر کرزي د مشورتي لویې جرګې هغې سپارښتنې ته پام و نکړ چې وايي افغانستان دې هر څومره ژر چې کیدای شي له امریکا سره دې امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې، چې د یکشنبې په ورځ یې مشورتي لویې جرګې ته وکړي، وویل چې د تړون د لاسلیکولو لپاره نور وخت ته اړتیا شته، تر څو دا اطمیناني شي چې امریکا په افغانستان کې د سولې راوستلو ته ژمنه ده.

د یکشنبې په ورځ په کابل کې راغوښتل شوې مشورتي لویې جرګې د افغانستان حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د امریکا او افغانستان ترمنځ دې امنیتي تړون سمدستې لاسلیک کړي.

ولسمشر کرزي خپل هغه دریځ تکرار کړ چې وايي انتظار به وکړي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات وشي او نوی انتخاب شوی ولسمشر دغه تړون لاسلیک کړي.

امریکايي چارواکو د تړون د لاسلیکولو په برخې کې ځنډ رد کړی دی او ویلي یې دي چې د ځنډ په صورت کې به دوی په دې قادره نه شي چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د پاته کیدو پلان جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG