د لاس رسي وړ اتصالات

له تړون پرته امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي


کابل ته د سوزان رایس سفر
کابل ته د سوزان رایس سفر
د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته وویل که نوموړی د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک نه کړي، امریکا به د دوه زره څوارلسم کال وروسته خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

سوزان رایس:
« ما جمهور رئیس ته وویل چې که تړون سملاسي لاسلیک نه شي، زموږ به خوښه نه وي خو د مجبوریت له مخې به موږ په غوره لارو فکر وکړو چې موږ د افغانستان څخه ځواکونو وباسو ځکه ځواکونه به د امنیتي تړون په اساس رابلل شوي نه وي»

د ارگ په پرونۍ لیدنه کتنه کې ښاغلي کرزي میرمن رایس ته وویل چې نوموړی به له خپل هوډ څخه شاته نه شي او غواړي چې دغه تړون راتلونکی ولسمشر لاسلیک کړي.

جمهور رئیس کرزي د افغانستان پر پخواني دریځ باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د خلکو پر کورونو باندې په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو بندیدل، په صادقانه ډول د سولې د بهیر پیلیدل او د شفافو او پر خپل وخت او د ټول شمولو انتخاباتو ترسره کېدل هغه شرایط دي چې د افغانستان خلک غواړي له هغو څخه ډاډ ترلاسه کړي.

زهرا نادري، د ولسي جرگې غړې:
« زموږ په باور د امنیتي تړون لاسلیک کول به د غوره ټاکنو ترسره کیدو او د سولې هڅو ته لاره هواره کړي. د تړون ځنډیدل به د خلکو اندیښنې ډیرې کړي او بې اعتباري به لا ډیره شي چې افغان ملت یې نه غواړي.»

فرهاد صدیقي، د ولسي جرگې غړی:
" د افغانستان خلکو خطر منلی وو او د دوه اړخیز تړون په اړه یې په جرگه کې گډون وکړ. که حکوم د خلکو غوښتنه ونه مني، خلک به د حکومت مخالفت وکړې او اعتراضونه به وکړې."

امریکایي خبري رسنۍ وایي جمهور رئیس حامد کرزي میرمن رایس ته نوي شرایط وړاندې کړې دي چې د ګوانتانامو له زندان څخه د افغان زندانیانو خلاصون په کې شامل دی.

د حامد کرزي او سوزان رایس خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې ویلي دي چې هېواد یې د شفافو، سراسري، په موقع او له هرډول لاس وهنې پرته د قانوني بهیر له مخې د انتخاباتو ترسره کېدلو ته ژمن دی.

خو د ارگ خبرپاڼه زیاتوي چې د مېرمن رایس په مشرۍ امریکایي پلاوي، د سولې د عملي بهیر د پیل په اړه د افغانستان له لوري سره ژمنه ونه کړله.

کچیرې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي، دا به امریکایي ځواکونو ته ددې اجازه ورکړي چې په افغانستان کې د ناتو د محاربوي ماموریت د پای ته رسیدو وروسته په هغه هیواد کې پاتې شي.
XS
SM
MD
LG