د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او اروپايي اتحادیې د سوریې په اړه خبرې وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشتون په بروکسل کې سره وکتل. دواړو مشرانو د سوریې د سولې د کنفرانس او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

امریکايي چارواکي وايي چې جان کیري د کاټرین اشتون سره په ژینو کې د سوریې د سولې د کنفرانس د تیاریو په اړه، چې په جنوري کې جوړیږي، خبرې وکړي.

اوس چې د سوریې حکومت او یاغیانو دواړو ژمنه کړې ده چې په کنفرانس کې به برخه اخلي، په دې باندې خبرې کیږي چې دغه کنفرانس ته نور کوم هیوادونه وروبلل شي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد غواړي چې ایران هم په کنفرانس کې برخه واخلي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف وايي چې که چیري بلنه ورکړل شي، نو هیواد یې دې ته تیار دی چې په کنفرانس کې برخه واخلي.

خو امریکا او اروپايي اتحادیه باید چې د خبرواترو په اجنډا باندې موافقه وکړي. په تیره بیا په دې باندې موافقه وکړي چې په سوریې کې یوه داسې عبوري اداره جوړه شي چې بشپړ اجراييوي صلاحیت ولري او په اساس یې د ولسمشر بشارالاسد واک ختم شي.

د تیرې اوونۍ د موافقې نه ورسته، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه وشوه، اوس د دې امکان ډیر دی چې ایران هم د سوریې په اړه خبرو ته وروبلل شي.

د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري کاټرین اشتون څخه، د ایران سره د موافقې په برخې کې، د هغې د هڅو مننه وکړه.

ښاغلي کېري وویل: «په ژینو کې د هغې هڅې، چې د ایران [د اټومي پروګرام] په اړه دې ابتدایې اقدامات وشي ، مهمې وي. او اوس به موږ په دې خبرې وکړو چې څنګه [په دې اړه] نور پرمختګ هم وشي ترڅو یو جامع موافقتنامې ته لاره هواره شي او همداراز د یو شمیر نورو مهمو مسایلو په اړه، چې موږ ورسره مخامخ یو، هم پرمختګ وشي.»

میرمن اشتون وویل چې د امریکا او اروپايي اتحادیې ملګرتیا مهمه ده.

میرمن اشتون وویل: «کوم کار چې موږ یې یې د اروپايي اتحادیې او امریکا ترمنځ په یو شمیر مسایلو باندې کوو ډیر مهم دي. ایران یې یو ښه بیلګه ده ، خو یوازنۍ بیلګه نه ده. موږ یو شان ارزښتونه لرو. موږ په ګډه کار کوو او د نړۍ په بیلابیلو ځایونو کې یې خلګو ته ګټه رسیږي.»

د امریکا، روسیې، فرانسې، چین، جرمني، او بریتانیا د هیوادونو سیاسي مشران او تخنیکي کارپوهان د ایران سره کار کوي چې شپږ میاشتنۍ پروسه [چې ورباندې موافقه شوې] پيل شي. ایران دا منلې ده چې په دغو شپږو میاشتو کې به د خپل لوړې کچې د یورانیمو زیرمې ویجاړوي او د پلاټنیمو د بټۍ کار هم دروي. د دغه په بدل کې به په ایران باندې د نړیوال بانکداري او تیلو په برخې کې ځینې لګول شوي بندیزونه لیرې شي.
XS
SM
MD
LG