د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: چین دې د نوبل د جایزې ګټونکی خوشي کړي


لو شیاوبا او د هغه میرمن لو شای
لو شیاوبا او د هغه میرمن لو شای
امریکا د چین نه غوښتنه کړې ده چې د نوبل د سولې د جایزې گټونکی لو شیاوبا دې له زندان نه خوشي کړي.

پنځه کاله کیږي، چې د چین حکومت دغه چینایي پوه او د بشري حقونو فعال غړی په توقیف کې ساتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ددوشنبې په ورځ وویل چي واشنگټن د بشري حقونو د دغه چینايي فعال او د هغه د میرمني لو شای په اړه زیاته اندیښنه لري.

میرمن شای په خپل کور کي نظر بنده ده. ښاغلي کېري وویل چې چین باید دغو دواړو فعالینو او د هغوی د کورنیو غړو ته د ټولو نړۍ والو پیژندل شوو بشري حقونو او آزادیو په اړه تضمینات ورکړي.


هغه وویل چې په داسي حال کې چې د امریکا متحده ایالات د چین سره رغونکي اړیکې غواړي نو د امریکا د متحده ایالاتو مشران به د چین نه خپلو هغو غوښتنو ته دوام ورکړي چي د قانون د حاکمیت، بشري حقونو، دیني آزادۍاو دیموکراتیکو اصولو مراعات وکړي.

لوشای با د ٢٠٠٨ میلادي کال د ډیسمبر په ٨ مه له دې کبله ونیول شو چې د دیموکراسۍ په باب یې یوه غوښتنه ولیکله.

هغه د چین د رژیم په خلاف د تخریب په جرم تورن شو او د ١١ کالو بند سزا پر را وختله. یو کال وروسته هغه د نوبل د سولې د جایزې مستحق وبلل شو، مگر اجازه ورنه کړل شوه چې د خپلې جایزې د ترلاسه کولو لپاره د ناروي هیواد ته سفر وکړي.


بل پلو ته، د سې شنبې په ورځ د کیمیاوي وسلو د منع کولو سازمان ته د ناروي په پلازمینه کې د سږکال د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.

د نوبل د کمیټې رئیس وویل: « د کیمیاوي وسلو د منع کولو د سازمان مفتشان چې مستعار نومونه یې ځانونو ته غوره کړي دي ډیره مهمه او سخته دنده ترسره کوي.»
XS
SM
MD
LG