د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا تنکي ماشومان او درانه کارونه


په افغاني ټولنه کې داسې ماشومان ډېر دي چې د خپلو کورنيو د اړتياوو د پوره کولو لپاره په ښار کې درانه کارونه ترسره کوي او يوه اندازه پيسې لاسته راوړي. دغه ماشومان وايي، چې که دولت يې غم ونه خوري، نو روښانه راتلونکی به ونه لري.

عبدالسلام يو شپږ کلن ماشوم دی چې په خپلو تنکيو لاسونو د کورنۍ له نورو غړو سره د ښار په يوه څنډه کې له موټر څخه پخې خښتې ښکته کوي.

عبدالسلام وايي، سره له دې چې دا کار د ده له وس پورته دی خو بيا هم د کورنۍ اقتصادي ستونزو له امله مجبور دی چې دغه درانه کار ته اوږه ورکړي. هغه د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای کار کوي.

"له موټره خښتې کوزوو. د ورځې درې سوه روپۍ راکوي. په ورځ کې يوه يا يوه نيم ټيله کوزوم".

سربېره پر دې ځينې نور ماشومان د پنډي توب ترڅنګ درانه بارونه په لاسي کراچيو کې په ښار کې ښکته او پورته کوي او د کورنۍ لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو په غم کې دي.
سيف الرحمان يو بل تنکی ماشوم دی، چې د خپلې کورنۍ له يوه غړي سره يو ځای د خښتو په بټۍ کې کار کوي او له خښتو موټر باروي.

سیف الرحمان وايي، سره له دې، چې پوهېږي، د خښتو کاروبار دروند دی، خو پيسو ته هم اړتيا لري.

"زه د دوولسو کلونو يم، د ورځې دوه يا درې تراکتوره خښتې کوزولی شم. له ښوونځي راغلم، بس دا دی اوس خښتې کوزوم".
محمد فاروق، چې په خپله خښتې جوړوي او بچيان يې ورسره مرسته کوي، وايي، چې د کورنۍ زيات لګښت دې ته اړايستلي، چې په خپلو بچيانو مزدوري وکړي.

محمدفاروق وايي، سربېره پر دې، چې پرماشونو درانه کارونه کوي، له ښوونځي يې هم ايستلي دي.
هغه په دې اړه وايي " دلته موږ د ورځې دوه زره خښتې وباسو. زموږ کورنۍ اووه ويشت کسان لرو، چې په دې خښتو يې لګښتونه پوره نه کړو، نو څه وکړو؟ جينکۍ مو له ښوونځي رامنع کړې او موږ ته چای ډوډۍ راوړي".

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالصمد مصلح مني، چې ورځ تر بلې په دغه ولايت کې د هغو ماشومانو شمېر زياتېدونکی دی، چې شقه کارونه تر سره کوي.
هغه د دې کار لامل د خلکو کمزوری اقتصاد په ګوته کوي. عبدالصمد مصلح وايي، چې دغه ستونزه په اسانۍ سره نشي حل کېدای.

خو د داسې ماشومانو شمېر هم کم ندی، چې هم په ښارونو کې درانه او سپک کارونه ترسره کوي او هم ښوونځيو ته ځي او درسونه پر مخ وړي.

د دغو ماشومانو د کورنۍ غړي وايي، چې د مجبورۍ له امله دې کار ته اړ شوي، که داسې نه وای، نو پر خپلو تنکيو ماشومانو د چا زړه کېږي؟
XS
SM
MD
LG