د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا او پکتیکا مشران: د فساده تر پوزې تنګ شوي یو


د پکتيا د مدني ټولنو او ځينو نورو بنسټونو غړي وايي، چې په دې ولايت کې د شته اداري فساد له امله تر پوزې راغلي او زياتوي چې د والي په ګډون يو شمېر جګپوړي چارواکي پکې ښکېل دي.

دوی وايي په دغه ولايت کې په هره برخه کې د بيارغونې ترسره شوي کارونه دومره نه دي، لکه څومره چې فساد پکې شویدی.

دوی زياتوي، چې د بيارغونې ټول هغه قراردادونه چې په مرکز کې لاسليک کېږي د دې لامل شوي چې په دې ولايت کې اداري فساد اوج ته رسيدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کره شواهدو پر اساس د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د حرفوي زده کړو په يوه کورس کې دوه سوه زره امريکايي او څه موده وړاندې د سيګار د څار ادارې د راپور له مخې د دغه سل بستريز روغتون کې پنځه سوه زره ښکاره فساد شوی و.

د پکتيا د مدني ټولنې دغه فعالان د اداري فساد پر ضد د مبارزې له ادارې غوښتنه کوي چې په ياد شوي ولايت کې دې د اداري فساد مخنيوی وکړي. دوی هم همدارنګه ګواښ کوي چې که غږ يې وانه ورېدل شي نو د لاريونو په وسيله به خپل غږ اوچت کړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پکتيا د ولايتي چارواکو غبرګون هم واخلو، خو بريالی نشوو.
همدارنګه د پکتيکا يو شمېر قومي مشرانو هم غونډه کړې او اعتراض لري، چې د پکتيکا د والي په ګډون يو شمېر حکومتي چارواکي د دغه ولايت د خلکو تر منځ نفاق ته لمن وهي.

قومي مشران وايي، د پکتيکا والي غواړي، چې د ګمرک تاسيسات د ارګون له ولسوالۍ څخه د پکتيکا مرکز ښرنې ته انتقال کړي، خو د ارګون خلک بيا دا پرېکړه نه مني، چې له همدې امله د کټواز د سيمې او د ارګون د خلکو تر منځ لانجې راپورته شوې دي.

د ارګون د شورا یو تن غړی حاجي سخي جان وايي، چې د پکتیکا والي د خپلو شخصي ګټو د تامین او د ځان د موقف ساتلو په خاصر د ګمرک د عمومي مدیریت د تبدیلیدو هڅې کوي. هغه زياته کړه، چې په ارګون کې شته امنیت او له دولت سره دعام ولس ملاتړ د نږدې ولایتونو په کچه بې ساری دی.

که څه هم د پکتيا ولايت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلای، خو د پکتیکا د ګمرک عمومي مدیرمحمد نعیم رحیم زوی وایي، چې له ارګون څخه د ګمرک د عمومي مدیریت د انتقال پرېکړه د مالیې وزارت کړې ده.
XS
SM
MD
LG