د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: پوځ غواړي القاعده ملیشه له ښار څخه وباسي


په عراق کې تاوتریخوالی
په عراق کې تاوتریخوالی

د عراق صدراعظم د محاصره شوي فلوجه ښار له اوسیدونکو او قومونو څخه غوښتي چې د القاعده شبکې اړوند ملیشه ډلې له ښاره وباسي چې د پوځي یرغل مخنیوی وشي.

د دولتي تلویزیون له لارې د نوري المالکي پیغام په داسې حال کې خپریږي چې په لسگونو کورنۍ د دوشنبې په ورځ د سترو پوځي عملیاتو له ویرې له ښار څخه په تیښته وې.

د عراق حکومتي ځواکونو د فلوجه ښار محاصره کړی دی. فلوجه د الانبار په ولایت کې چې اکثریت وگړي یې سوني مذهبه دي پروت دی.

فلوجه او د الانبار ولایت د پلازمینې رمادي اکثریت سیمې تیره اونۍ د القاعده شبکې اړوند ملیشه ډلو ونیولې.

عراق: پوځ غواړي القاعده ملیشه له ښار څخه وباسي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00

ښاغلي مالکي چې خپله شیعه مذهبه دی او حکومت یې په سوني میشته فلوجه کې ډیر کم ملاتړي لري، همداشان ویلي دي چې امنیتي ځواکونو ته ېی امر کړی چې پر ملکي سیمو باندې له برید څخه ډډه وکړي.

بلخوا د ایران د پوځ یو لوړ رتبه چارواکي ویلي دي چې هیواد یې دیته چمتو دی چې د القاعده په وړاندې جگړې کې د عراق سره مرسته وکړي.

دا څرگندونی د ایران د پوځ د لوی درسیتز د مرستیال جنرال سید محمد حجازي له قوله په یوه دولتي رسنۍ کې د دوشنبې په ورځ خپرې شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې که عراق وغواړي نو ایران د پوځي سلاکارانو ترڅنگ د پوځی تجهیزاتو مرستې ته هم چمتو دی. حجازي ویلي چې عراق د هغوی ملگری هیواد دی، خو عراق ته یې د سرتیرو د استولو خبره رد کړې ده.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون د عراق د حکومت څخه د القاعده اړوند ملیشه وسله والو پرضد په مبارزې کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي کېري په منځني ختیځ کې په یو خبري کنفرانس کې د عراق سره د مرستې د تعهد تر څنگ دا هم وویل چې امریکایي سرتیري به هغه هیواد ته ونه لیږدوي.

د رپوټونو له مخې په داسې حال کې چې د عراق پوځ پر یاغیانو باندې برید ته تیاری نیسي، د الانبار په ایالت کی حکومتي چارواکو د قومي مشرانو سره کتلي او هغوی یې د القاعده شبکې اړوند ډلو په وړاندې مبارزې ته هڅولي دي.

دا هم ویل شوي چې په رامادي کی پوځ او قبیلوی غړي د وسله والو ملیشو په وړاندی یو ځای جگړه کوي.

بغداد وایي د القاعده د شبکې جنگیالي د سوریې څخه عراق ته اوړي او د وضعیت د خرابولو هڅه کوي.
XS
SM
MD
LG