د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې کې یوه میرمن د نقاب اغوستو په خاطر جریمه شوې


په فرانسې کې یوې محکمې د هغه جنجالي قانون په برخې کې چې میرمنې نشي کولای په عامه ځایونو کې نقاب واغوندي، یوه غوښتنه رد کړه. دغې محکمې یوې میرمنې ته چې ددې قانون نه یې سرغړاونه کړې وه او د پولیس ته سپکې سپورې ویلې وې،سزا هم ورکړله.

د پارریس نه د امریکا غږ خبریاله لیزا براینت پخپل رپوټ کې وایي چې د اروپا ستره محکمه به د دې قانون په برخې کې د خلکو عریضې واوري.

د فرانسې د ویرسیلیس په ښار کې محکمې پرون د چارشنبې په ورځ د (کسندار بیلن) په نامه یوه میرمن چې د اسلام دین ته راوښتې ده، 150 یورو چې شاوخوا دوه سوه امریکایي ډالر کیږي، نقدي جریمه کړه او هم یې پرې د یوې میاشتې تعلیقي بند تیرولو د سزا حکم صادر کړ.

د هغه جرم دا و چې په عام محضر کې یې نقاب اغوستی و او هم یې هغه پولیس ته سپکې سپورې کړې وې چې د همدې عمل له وجې یې ورته پارچه ورکړې وه.

د میرمن بیلن، د هغې د خاوند او پولیسو تر منځ د همدې اخ و ډب خبرونه پروسږکال په ټولې فرانسې کې خپاره شول او هم خلکو د پاریس په یو شمیر سیمو کې مظاهرې وکړلې.

محکمې همدارنګه د میرمن بیلن د مدافع وکیل، فلیپ بتالي، هغه غوښتنه رد کړه چې ویلي دي، په میرمنو باندې د نقاب اغوستلو بندیز، د فرانسې د اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

که څه هم چې دا قانون ډیر پراخه دی خو یو شمیر کسان بیا پدې ګمان دي چې د دې قانون هدف یوازې هغه 5 میلونه مسلمانان دي چې په فرانسې کې ژوند کوي. خو رپوټ بیا وایي چې د فرانسې د دې ټولو مسلمانانو یوازې یوه کوچنۍ برخه میرمنې نقاب اغوندي.

د میرمن کسندرا بیلن مدافع وکیل ښاغلي بتالي وایي چې د محکمې د دواړو حکمونو پر ضد به د ایسطیناف غوښتنه کوي. خو هغه وایي اوس خپلې موکلې ته ګوري چې څه کوي. د فرانسې د قانون له مخې هغه لس ورځې وخت لري چې د ایسطیناف لپاره عریضه ورکړي. ښاغلی بتالي پدې اړه داسې وایي:

" دا د شرم خبره ده چې میرمن بیلن محکمې ته نه راځي چې قاضي ته ووایي، هغه ولې په عام محضر کې نقاب اغوندي. خو زما په اند چې هغه او نورې مېرمنې پدې خاطر دا کار نکوي، چې په نقاب اغوستو باندې بندیز دی او د همدې ویرې له وجې هغوي بهر نه راوځي. "
رپوټ وایي د محکمې دا حکم د نقاب د بندیز په برخې کې د فرانسې د حکومت لپاره یوه بریا ده.
تیر کال هم د پاریس یوې محکمې د هغه شخصي ښوونځي په حق کې حکم صادر کړ چې یوه مسلمانه میرمن یې پدې خاطر برطرفه کړې وه چې د ټیکري د لیرې کولو نه یې انکار کړی و.

خو رپوټ وایي په نقاب اغوستو باندې د بندیز جنجالي قانون به سږ کال د یوې بلې غټې ستونزې سره مخ شي ځکه چې د فرانسې د سټراس بورګ په ښار کې د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمه پدې اړه د خلکو عریضې اورې. مدافع وکیل ښاغلی بتالي وایي د میرمن کسندرا بیلن سرنوشت تر ډیره حده د همدې محکمې د حکم پورې تړلی دی او ډیر احتمال شته چې راتلونکي میاشت به هغه دغې محکمې ته خپله عریضه وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG