د لاس رسي وړ اتصالات

بانکي مون: د سوریې جګړه په پوځي لارو نه حل کیږي


سره لدې چې دوه اوونۍ وروسته به په سویټزرلینډ کې د سوریې په اړه د سولې نړیواله غونډه جوړه شي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون د جمعې په ورځ د ټولو غاړو نه وغوښتل چې د سیاسي حل لپار دې هلې ځلې وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون دغه غوښتنه پرون د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وکړه. دا په روان میلادي کال کې د ښاغلي بان لومړني خبري کنفرانس هم و.

" زه په جګړې کې د ښکیلو ډلو او ټولو هغو کسانو نه چې په هغوي اثر او رسوخ لري، غوښتنه کوم چې د سوریې کورنۍ جګړه په پوځي لارو چارو هیڅکله هم نشي حل کیدلای. او پکار ده چې د سیاسي حل لپاره دې کار وکړي او د ژنیو موافقه دې عملي کړي. "

د ژنیوا موافقه د 2012 کال د جون په میاشت کې د سولې په یوه کنفرانس کې جوړه شویده او پکې ویل شویدي چې د دواړو ډلو په موافقې دې داسې یو عبوري حکومتي اداره جوړه شي چې بشپړه اجرایوي قدرت ولري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون دا ومنله چې په ژنیو کې د سوریې په اړه د سولې د نړیوال کنفرانس نه د توقعاتو په برخې کې ځیني اختلافات شته دي خو هغه وویل اصلي هدف به دا وي چې څنګه وکړای شو د ژنیوا موافقه تطبیق کړو.
" هیڅوک هم دا فکر نکوي چې دا به یوه آسانه پروسه وي، بلکه دا ډیر ګران کار دی. "

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به سبا د یکشنبې په ورځ د فرانسې د پاریس په ښار کې د هغو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره وګوري چي د سوریې د حکومت د مخالفینو ملاتړ کوي. د بهرنیو چارو دغه وزیران به کوښښ وکړي چې د ژنیوا د کنفرانس په اړه هغه اختلافات له منځه یوسي چې د ژنیوا د کنفرانس په اړه د هغوي په منځ کې پیدا شویدي.

د همدې روانې اوونۍ په لومړنیو ورځو کې دیرشو هیوادونو ته بلنه ورکړل شویده چې د سوریې په اړه په نړیوال کنفرانس کې دې ګډون وکړي. د عرب لیګ د هیوادونو ، د اسلامي همکارۍ د ټولنې او د اروپایي ټولنې د مشرانو نه هم غوښتل شویدي چې پدې کنفرانس کې دې ګډون وکړي خو ایران چې په سیمې کې ډیر اثر او رسوخ لري، تر اوسه ورته د برخې اخیستو بلنه نده ورکړل شوې.

په سوریې کې د سولې په اړه دوه غټې غونډې کیږي. لومړۍ غونډه به د جنوري د میاشتې په 22 مې د سویټزرلینډ د مونټریوکس په ښار کي وي چې مشري به یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکې مون کوي. پدې غونډې کې به په نړیواله کچه مشران ګډون کوي او بله غونډه به په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې وشي. پدې غونډې کې به د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی لخضر براهیمي مشر وي او د سوریې د حکومت او مخالفینو استازي به پکې ګډون کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په پروني خبري کنفرانس کې همدرانګه وویل چې په عاجله توګه دې په سوریې کې روان تشدد ودریږي. پدې تشدد کې تر اوسه د سلو زرو نه زیات سوریایان وژل شویدي.

" په سوریې کې دې تشدد په عاجله توګه بند شي، د سوریې حکومت دې هم د بیلري بمونو او نورو درنو وسلو نه نور کار نه اخلي ځکه چې پدې بریدونو کې د وچو تر څنګ لامده هم وژل کیږي یا ټپي کیږي. "

ښاغلي بان هیله څرګنده کړه چې د ژنیو په کنفرانس ګډون کوونکي هیوادونه به د قوي ارادې سره برخه واخلي تر څو د سولې خبرې پر مخ ولاړې شي او له برکته یې په سورې کې روانه جګړه چې نږدې درې کاله یې پوره کیږي، نوره پای ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG