د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د افغانستان په اړه د خپلو پریکړو دفاع وکړه


Le président Obama remettant une plaque d'honneur à Robert Gates, le 30 juin 2011
Le président Obama remettant une plaque d'honneur à Robert Gates, le 30 juin 2011
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر باراک اوباما د افغانستان په اړه د خپلو پریکړو دفاع وکړه.

ښاغلي اوباما د د امریکا د دفاع د پخواني وزیر رابرټ ګیټس د خاطراتو د کتاب په اړه په خپلو څرګندونو کې وویل چې اداره به یې په افغانستان کې خپله ستراتیژي عملي کړي.

ولسمشر اوباما
د دوشنبې په ورځ په سپینې مانۍ کې د هسپانیې د صدراعظم ماریانو رایوی سره د ملاقات په مهال دغه خبرې وکړي.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګټس په خپل نوي کتاب کې چې نن چاپ شوی دی ویلي چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې پوځي عملیاتو او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د تعداد زیاتوالي بې حوصلې کړی و.

ولسشمر اوباما وویل: « ښاغلي ګیټس د دفاع د وزیر په توګه خپله وظیفه په ډیره ښه توګه سرته ورسوله. هغه او ما او زما د ملي امنیت ټیم ټولو د افغانستان لپاره دغه ستراتیژۍ جوړه کړې وه، دغه درسته ستراتیژي وه او موږ به د ستراتیژۍ عملي کولو ته ادامه ورکړو.»

ولسمشر اوباما د ایران د اټومي پروګرام په اړه د شوې موافقې په اړه هم خبرې وکړي. هغه وویل چې که چیري ایران د موقع نه استفاده وکړي نو په دې کې شک نه شته چې دغه به د ایران او د دغه هیواد د خلګو لپاره بې ساري فرصتونه برابر کړي.

ښاغلي اوباما وویل چې که چیري ایران د موافقې عملي کولو ته غاړه پرې نه ږدي نو د نړیوالې ټولنې د سخت ځواب سره به مخامخ شي.

د ایران د اټومي پروګرام په سر موقتي موافقه څو اوونۍ مخکې وشوه. د موافقې نه ورسته د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو کارپوهانو د موافقې د عملي کولو په لارو چارو بحثونه وکړل.

د یکشنبې په ورځ دواړو اړخونو اعلان وکړ چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د موافقې د عملي کولو په سر سلا شوي دي او دغه موقته موافقه به، چې د شپږو میاشتو لپاره ده، د جنوري په شلمه نیټه عملي شي.
XS
SM
MD
LG