د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د کومو هیوادونو خلک جګړه کوي؟


پداسې حال کې چې د سوریې د جګړې دریم کال پیل کیږي، رپوټونه وایي چې یوازې د عربي هیوادونو څخه نه بلکه د قزاقستان، اسټرالیا، اندونیزیا او یو شمیر نورو هیوادونو جنګیالي دغه هیواد ته ورغلي دي او په جګړې کې برخه اخلي.

د سوریې په کورنۍ جګړې کې د بهرنیو هیوادونو د جنګیالیو د ورتګ رپوټونو غربي هیوادونه ډیر اندښمن کړیدي. زیاتره دغه جنګیالي د یاغیانو د ملاتړ لپاره سوریې ته ځي. داسې ویل کیږي چې همدا اوس په سوریې کې په سل ګونه یاغي ډلې دي چې د رژیم په خلاف جګړه کوي، د دغو ډلو څخه یو شمیر یې د القاعده شبکې پورې تړلې دي او ځینې نور یې بیا غواړي چې په سوریې کې دې اسلامي خلافت رامنځته شي.

د سخت دریزۍ د مطالعاتو د نړیوال مرکز د تازه معلوماتو له مخې د نړې د 74 هیوادونو څخه شاوخوا 11 زره جنګیالي سوریې ته تللي دي چې د رژیم په خلاف جګړې کې د یاغیانو ملاتړ وکړي.

خو رپوټ وایي چې د پروسږکال د اپریل د میاشتې نه راپدیخوا ددغو جنګیالو شیمر دوه چنده زیات شویدی ځکه چې د لویدیځو او غیري عربي هیوادونو نه هم زیات شمیر جنګیالي سوریې ته تللي دي.

په اندونیزیا کې د سیاحت د چارو مبصر نور هدا اسماعیل دا مني چې په سوریې کې زیاتره جنګیالي د منځني ختیځ د هیوادونه څخه دي، خو دا چې د اندونیزیا څخه ولې یو شمیر جنګیالي سوریې ته د جګړې لپاره تللي دي، هغه پدې اړه داسې وایي:

" یوه خوا دا ده چې هغوي د مذهبي او ایډیالوژیکي دلایلو په خاطر دغې جګړې ته ورځي، ځکه هغوي وایي چې شام د جهاد لپاره یو مقدس ځای دی او د هغوي په ګمان چې اوس جګړه د ښو او بدو تر منځ ده. هغوي وایي چې په سوریې کې جګړه د شعیه ګانو او سنیانو تر منځ ده او د اندونیزیا اکثره جنګیالي سني مذهبه دي نو دا د هغوي لپاره ښه وخت دی چې د خپلو سني وروڼو دفاع وکړي. "

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د شعیه مذهب د علوي فرقي سره تړاو لري چې په سوریې کې د سنیانو په پرتله هغوي په اقلیت کې راځي. ښاغلی هدا وايي هغه اندونیزیایان چې د منځني ختیځ په هیوادونو کې د زده کړو لپاره تللي دي، هغوي هم سوریې ته د جګړې لپاره ځي چې دوه تنه یې څو میاشتې وړاندې ووژل شول او اوس د سخت دریزانو په ویب پاڼو کې ورته د شهیدانو خطاب شویدی.

په اندونیزیا کې د تروریزم سره د مبارې ملي ادراه اوس د هغو پنځوسو اندونیزیایانو پسې ګرځي چې په سوریه کې دي او د تروریستي فعالیتونو شک پرې کیږي.

د سیاحت د چارو کارپوه ښاغلی هدا یو ځل بیا وایي چې په سوریې کې د سخت دریزه اندونیزیایانو ګډون دننه په هیواد کې هم په خلکو اغیزه لري.


" د اندونیزیا هغه اتباع چې افغانستان ته د جګړې لپاره تللي وو او بیرته هیواد ته راستانه شویدي، هغوي اوس دلته یو خاص ډول نظر او دریز لري. "

دا چې اوس د اندونیزیا جنګیالي د هیواد نه بهر هم په شخړو کې برخه اخلي، د شخړې او پالیسۍ د ارزیابې په انسټیټوټ کې یو تن مبصر سیډني جونز وایي چې دننه په هیواد کې هم د شعیه ګانو ضد احساست پدغو کسانو کې مخ په زیاتیدو دي.


" په اندونیزیا کې د شیعه ګانو ضد احساسات یو نوی پرمختګ دی او داسې ښکاري چې دغه کار ته یو څه اندازه د هغو ټولنو لخوا خلک هڅول کیږي چې د سعودي عربستان لخوا یې مالي ملاتړ کیږي. خو البته تر ډیره حده پدې کې د سوریې جګړه هم اهمیت لري ځکه چې هلته بشارالاسد د شعیه ګانو یوه ښه نمونه ده. دغه کسان شعیه ګان خپل دښمنان ګڼي ځکه چې هغوي په سوریې کې سني مذهبه مسلمانان وژني. "

د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو په پرتله په اندونیزیا کې مسلمانان ډیر دي چې زیاتره یې د سني مذهب پیروان دي او مذهبي دریز یې هم ډیر سخت ندی.

رپوټ په پای کې وایي چې پدې تیرو دوه نیم کالونو کې پدې هیواد کې په شعه اقلیت بریدونه زیات شویدي، ځیني وخت هغوي دیته مجبوره شویدي چې نورو سیمو ته کډه وکړي او د یا د حکومت په زور یې خپل مذهب پریښی او سنیان شویدي.
XS
SM
MD
LG