د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د کمیسیون د رسنیو کړنلاره


ارشیف
ارشیف
د ټاکنو کمیسیون د رسنیو کړنلاره نن رسماً اعلان شوه ، پدې کړنلاره کې د ریاست جمهوري او د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو ته وویل شوي چې د رسنیو په بحثونو کې د مبصرینو، مفسرینو او د چارو د کارپوهانو په توګه ګډون نشي کولی.
د ټاکنو د رسنیو په کړنلاره کې د رسنیو څخه هم غوښتل شوي، چې د غیر علمي او معیاري نظر پوښتنو د نتایج خپراوي څخه چې د کاندیدانو په ګته وي ډډه وکړي.
د ټاکنو د کمیسیون د رسنیو د کمیسیون مشره فریده نیکزاد وایي چې د سرغړونکو رسنیو سره به قانوني چلند نه کار واخیستل شي .
فریده نیکزاد وایي:
« د رسنیو کمیسیون یو مشخص میکانیزم تر لاس لاندې لري ، کومې رسنۍ چې کړنلاره د ټاکنو په بهیر کې مراعت نکړي ورسره به قانوني چلند وشي
د رسنیو دغه کړنلاره چې یوولس مادې لري په اتمه ماده کې د رسنیو د چلوونکو څخه غوښتل شوي ، چې رسنۍ باید د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو خبري پوښښ ، د تبلیغاتي پیغامونو او عکسونو د نشر او دچاپ ، د پیسو آندازه هر میاشت یو ځل د رسنیو کمیسیون ته رپورت ورکړي.
له بلې خوا بیا د رسنیو یو شمیر کارکونکي وايي ، د رسنیو په دې کړنلاره کې یو شمیر موارد د رسنیو د قانون سره اړخ نه لګوي.
خو د ټاکنو د کمیسیون د رسنیو د کمیسیون مشره وايي : د رسنیو دغه نوې لایحه د رسنیو په وړاندې د محدودیت په معنی نده ، یواځې د ټاکنو د مسایلو سره د مسلکي چلند په اساس جوړه شوې ده.
د ټاکنو د مهال ویش په اساس د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي سیالۍ به د دلوې د میاشتې په ۱۳ مه نیټه او د ولایتی شورا ګانو د کاندیدانو سیالي به د حوت د میاشتې په نیمایي کې پیل شي
XS
SM
MD
LG