د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر د اساسي قانون د ریفرندوم پایلې


مصري چارواکي وايي له لومړنيو پایلو څرگنديږي چې رایی ورکوونکو په پراخه توگه د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه د ټولپوښتنې یا ریفراندم ملاتړ کړی دی.
دوی دا ادعا هم کوي چې دا اساسي قانون به په مصر کې ډموکراسي بیرته اعاده کړي.

خو دا نوی اساسي قانون چې که منظور شي د ۲۰۱۲ کال د محمد مرسي د واکمنۍ د وخت د تصویب شوي قانون ځای به ونیسي.

دا چې د محمد مرسي د واکمنې د وخت د اساسی قانون او د نوي اساسي قانون د مسودې ترمنځ توپیرونه څه دي، په لنډه توگه داسې خلاصه کیدای شي:

ملکي حکومت
په عربي ژبې کې ملکي ټکی د غیر مذهبي یا غیر پوځي معنی ورکوي چې د اسلامپالو ډلو غوسه یې پارولي ده او دوی دا ټکی د سیکولاریزم سره مترادف بولي.

اسلامي قانون
په نوې مسوده کې هم د اسلامي شریعت د قانون اساسات ساتل شوي کوم چې د ١٩٧٠ لسیزې راهسې د مصر په اساسي قانون ذکر شوي، خو د مرسي د وخت په شان په دې اوصولو باندې دومره تاکید نه دی شوی.

پوځ
د اساسي قانون په دې مسوده کې وسله والو ځواکونو ته دا حق ورکړل شوی چې د جمهوري ریاست په دوو راتلونکو دورو کې د دفاع وزیر وټاکي چې په دې توگه د جمهور رئیس قدرت کمزوری کیږي.

جمهور رئیس
دا نوی مسوده جمهور رئیس ته حق ورکوي چې صدراعظم وټاکي او پارلمان ته یواځې د دوه فرصتو زمینه ورکوي چې د جمهور رئیس د انتخاب رد یا ملاتړ وکړي. په دوهم ځل یې باید چې ومني.
د مذهب ازادي

په دې مسوده کې د عقیدې مطلقه آزادي ذکر شوې ده. په داسې حال کې چې د محمد مرسي په وخت کې دا آزادي ورکړل شوی وه خو د نورو مذهبونو او طریقو په عبادت او عبادت ځایونو په جوړولو باندې بندیز لگیدلی و.
سیاسي گوندونه
په دې مسوده کې د مذهب په بڼسټ د سیاسي فعالیتونو یا د سیاسی گوندونو جوړول منع دي چې دا کار د اخوان المسلمین، النور او سخت دریځه سلفي ډلې په څیر نورو ډلو ټپلو ته یوه کلکه ضربه ده.

د ښځو حقونه
د نوي اساسي قانون په مسوده کې د ښځو او نارینه د حقوقو د مساوات په هکله ډاډ ورکړل شوی. مسوده وايي د حکومت وظیفه ده چې ښځې د هر ډول تاوتریخوالي په وړاندې خوندي وساتي.

زندان
نوې مسوده حکومتي چارواکو ته ٢۴ ساعته وخت ورکوي چې توقیف شوي کسان مستنطق ته راجع کړي، چیرته چې یو مدافع وکیل هم باید حاضر اوسي.

د مصر د اساسي قانون د ریفرندوم پایلې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00

دا مسوده د قبطي مسیحانو او نورو لږکیو جبري بې ځایه کول منع کوي چې د فرقوي تاوتریخوالي یا د حکومت د پراختیایي پلانونو په پایلې کې ځورول شوي دي.

که دا مسوده ومنل شي، ددې اونۍ له نظرپوښتنې وروسته به د نوي ولسمشر او نوي پارلمان لپاره ټاکنې ترسره شي. ښاغلي سیسي چې تیر کال یې محمد مرسي یې له واکه راوپرځاوه اټکل کیږي چې د مصر نوی ولسمشر به شي.
XS
SM
MD
LG