د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې مخالفینو ولسمشر ته مهلت ټاکلی دی


د تیرعیسوي کال د نومبر د میاشتې نه راپدیخوا په اوکراین کې مظاهرې دوام لري.
د تیرعیسوي کال د نومبر د میاشتې نه راپدیخوا په اوکراین کې مظاهرې دوام لري.
د اوکراین په مرکز کېف کې تشنج مخ په ډیریدو دی. په دغه هیواد کې مخالفینو ولسمشر یونوکویچ ته د ۲۴ ساعتونو مهلت ټاکلی دی چې د دوی غوښتنې ومني.

دغه غوښتنه ورسته له دې نه شوې ده چې پرون په مظاهرو کې درې تنه ووژل شول. په دغو وژل شوو مظاهره چیانو کې دوه یې په مرمیو لګیدلي وو.

مظاهره چیان وايي چې پولیسو د مظاهرو خلاف د ډیر زور نه کار اخیستی دی.

یو مظاهره کوونکي وویل: «موږ دغه موانع د دې لپاره اچولي دي چې خلک، چې په سوله ییزه توګه مظاهرې کوي، وساتو. خاص ځواکونه د سوله خوښونکو خلکو سخت خلاف دي.

د مخالفینو مشران د مظاهره چیانو نه غوښتنه کړې ده د تشدد نه دې کار نه اخلي او انتظار دې وکړي چې ولسمشر د دوی غوښتنو ته څه ځواب وايي.

امریکا په اوکراین کې د تشدد پيښې غندلي دي. د ولسمشر اوباما اداره په دې غور کوي چې آیا د اوکراین د حکومت خلاف بندیزونه ولګوي او که څنګه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده، مري هارف وايي: «موږ غواړو، او خپلې غوښتنې ته ادامه ورکو چې ولسمشر یونوکویچ او د هغه حکومت دې په یوکراین کې د دیموکراتیکو حقونو ساتنه وکړي.

«په دغه حقونو کې د سوله ییزو مظاهرو د کولو حق هم شامل دی. که چیري ضرورت یې وي نو موږ به اضافي اقدامات هم وکړو.»


د اروپايي اتحادې مشر ښاغلي باروسو د اوکراین ولسمشر ته ټلیفون کړای دی او د هغه نه یې غوښتنه کړې چې د تشدد نه دې کار نه اخلي او د مخالفینو سره دې خبرې اترې وکړي.

د تیرعیسوي کال د نومبر په میاشتې کې په اوکراین کې مظاهرې پيل شوي. مظاهرې ورسته له دې نه پيل شوي چې ولسمشر یونوکویچ د اروپايي اتحادیې سره تجارتي موافقتنامه لاسلیک نه کړه او پرځای یې د روسیې سره یې اړیکې لا ښه کړلې.

په اوکراین کې مظاهره چیان د هغو قوانینو په اړه هم په غصه دي چې په مظاهرو باندې سختو بندیزونو ته لاره هواروي.
XS
SM
MD
LG