د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله:پر ما د افغانستان د تجزیه کولو تور بې بنسټه دی


د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله
د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله
د افغانستان د جمهوري ریاست دغه کاندید وایي "پر خلکو باندې نه باور" د جمهور رئیس حامد کرزي ستره تیروتنه وه.

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله د آشنا رادیو تلویزیون سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل په خپل ټول توان سره به هڅه وکړي چې په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ مخنیوی وکړي.

ددې مرکې په یوه برخه کې ښاغلي عبدالله وویل چې د افغانستان ارضي او سیاسي تمامیت ته په جدي توگه متعهد دی او هغه نیوکې چې گواکې دی به هیواد تجزیه کړي، په بشپړه توگه بې بنسټه دي.

ښاغلي عبدالله وویل په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ستره تیروتنه "پر خلکو باندې بی باوري" وه.

ډاکتر عبدالله ددې پوښتنې په ځواب کې چې په تیرو دولسو کلونو کې د هغه ستره تیروتنه څه وه، وویل"مونږ کولای شول چې له فرصتونو څخه په ښه توگه گټه واخلو".

د هولبروک څرگندونې
ډاکتر عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې هم کاندید و او له حامد کرزي وروسته یې زیاتې رایې گټلې وې.

په دې نژدې وختونو کې د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرت گیتس په یو کتاب کې د ٢٠٠٩ کال په انتخاباتو کې د ښاغلي کرزي د ناکامولو لپاره د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا د پخواني ځانگړي استازي رچارد هولبروک د هڅو په هکله لیکلي دي.

ښاغلي عبدالله وویل امریکا د افغانستان د انتخاباتو په هغې دورې کې لاسوهنه کوله او ریچاد هولبروک له ده څخه غوښتي وو چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د ښاغلي احمدزي سره همکاري وکړي. ښاغلي احمدزي په تیرو ټاکنو کې شاوخوا درې په سلو کې رایې خپلې کړې وي.

د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله سره ځانگړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:46 0:00

د ښاغلي عبدالله بشپړه مرکه دلته اوریدلی او لیدلی شئ.
XS
SM
MD
LG