د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د لیرې کړل شوي ولسمشر د نیولو امر وشو


په لیرې کړل شوي ولسمشر ویکتور یانکوویچ د مظاهره چیانو د عامه وژنې تورونه لګول شوي دي.
په لیرې کړل شوي ولسمشر ویکتور یانکوویچ د مظاهره چیانو د عامه وژنې تورونه لګول شوي دي.
په اوکراین کې د لیرې کړل شوي ولسمشر ویکتور یانکوویچ د نیولو امر شوی دی. په هغه او یو شمیر نورو چارواکو باندې د مظاهره چیانو د عامه وژنې تورونه لګول شوي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو موقت وزیر، ارسن اواکوف د دوشنبې په ورځ د خپل فسبوک د پاڼې له لارې وویل چې د لیرې کړل شوي ولسمشر ویکتور یانکوویچ د نیولو امر یې ورکړی دی.

ښاغلي اواکوف دا هم وویل چې یانکوویچ د اخري ځل لپاره د اوکراین د کریمیا په سیمې کې لیدل شوی دی، خو هغه دا هم وویل چې د لیرې کیدو نه ورسته د یانکوونچ د ځای ځایګي په اړه معلومات نه شته.

په عین وخت کې، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین اشتون د دوشنبې په ورځ اوکراین ځي. په پلان کې ده چې هغه به د اوکراین د موقت حکومت د چارواکو سره، چې غواړي د اروپايي اتحادیې سره نږدې اړیکې ولري، وګوري.

د یکشنبې په ورځ، د اوکراین د پارلمان رئیس الیکساندر تورچینوف د اوکراین موقت ولسمشر وټاکل شو. هغه د اوکراین د مرکز کیف د آزادۍ په میدان کې د مظاهرو یادونه وکړه او د اروپايي اتحادیې سره یې د نږدې اړیکو په جوړولو ټینګار وکړ. هغه وویل:

ښاغلي تورچینوف وویل: «زموږ لومړیتوب دا دی چې بیرته د اروپايي اتحادیې سره د یوځای کیدو لاره خپله کړو، هغه څه چې په اړه یې په میدان کې مبارزه پیل شوې وه.

«موږ باید . . . د روسیې د فدراسیون سره د ښوو اړیکو د درلودو اهمیت [هم] درک کړو او دې ته تیار وشو چې د ګاونډیتوب د نوي او منصفانه مشارکت په اساس [د روسیې سره] اړیکې ولرو.»


د اوکراین نوي ولسمشر ژمنه وکړه چې تر سې شنبې پورې به نوی حکومت جوړ کړي. د اوکراین د پارلمان غړو بیا د مي په ۲۵ نیټه د نوو انتخاباتو د کیدو غوښتنه کړې ده.

بل پلو ته، روسیې پرون د یکشنبې په ورځ په اوکراین کې خپل سفیر د مشورې لپاره مسکو ته غوښتې دی. روسیه د لیرې کړل شوي ولسمشر یانکوویچ کلکه پلوي کوله.

امریکا او بریتانیا بیا روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې اوکراین ته دې ځواکونه نه استوي. د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوسن رایس ویلي دي چې په اوکراین کې د روسیې پوځي مداخله به یوه «لویه خطا» وي.
XS
SM
MD
LG