د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما پنټاګون ته: د ټولو امریکايي ځواکونو ایستلو ته چمتو شی


که چیري ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي نو ۱۰۰۰۰ امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې پاته شي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ته ویلي دي، چې که چیري د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نو د افغانستان نه دې د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو تیاري ولري.

سپینې مانۍ ویلي دي چې ولسمشر اوباما د سې شنبې په ورځ ولسمشر کرزي ته دغه خبره په ټلفون وکړه.

سپینه مانۍ زیاته کړې ده چې ولسمشر اوباما ولسمشر کرزي ته ویلي دي چې واشنګټن به د روان عیسوي کال تر پایه پورې د امنیتي تړون د لاسلیکولو په امکاناتو باندې غور وکړي.

خو ولسمشر اوباما دا خبره هم کړې ده چې هرڅومره چې د امنیتي تړون په لاسلیکیدو کې ځنډ راځي، په هغه اندازه به د ۲۰۱۴ کال نه ورسته په افغانستان کې د امریکا ماموریت محدود وي.

که چیري د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي نو ۱۰۰۰۰ امریکايي ځواکونه به، د ۱۰ نورو کلنو لپاره، په افغانستان کې پاته شي. پاتې امریکايي ځواکونه به د افغان ځواکونو سره د مرستې او ملاتړ رول ولري.

ولسمشر کرزي بیا د امریکايي ځواکونو په تکتیکونو باندې، په تیره بیا د شپې لخوا په بریدونو، اعتراض کړی دی. هغه همداراز د امریکا نه غوښتنه کړې ده چې د طالبانو سره دې د سولې د خبرو د پيلیدو په برخې کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG