د لاس رسي وړ اتصالات

د ولایتي شوراګانود کاندیدانو د اسنادو څیړنه لا روانه ده


د ولایتي شوراګانود کاندیدانو د اسنادو څیړلو غونډه
د ولایتي شوراګانود کاندیدانو د اسنادو څیړلو غونډه
د ټاکنو د شکایتونو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو د ۴۰۰ کاندیدانو د تحصیلي اسنادو څیړنه د یوې علني غونډې په لړ کې پیل کړه.

د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون وایي چي د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د تحصیلي اسنادو څیړنه به د ولایتي شوراګانو دانتخاباتي سیالیو د پیل د مخه پای ته ورسیږي. د ټاکنو د شکایتونو د خپلواک کمیسیون ویاند نادر محسني داسي وایي ،، په لومړئ ورځ د هیواد د بیلابیلو ولایتونو څخه د ۹۰ تنو تحصیلي اسناد وڅیړل شول. هغه کسان چې تحصیلي اسناد نه لري یا اسناد يې جعلي وي او یا هم هغه ګزارشونه چې کمیسیون ته رارسیدلي چې ګویا یو شمیر د ولایتي شوراګانو کاندیدانو خپل تحصیلي اسناد په پیسو اخیستي دي ، یاد کسان به هیڅ کله هم د کاندیدانو په وروستي لست کې شامل نشي،،.

تر دې پخوا د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون له خوا ۴۴ تنه کاندیدان د عمر د کموالي له کبله د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د وروستي لست څخه ایستل شوي وو.

په مجموع کې تراوسه د ولایتي شوراګانو په لومړني لست کې ۲۶۶۹ کاندیدان د ۳۵۰ ښځینه کاندیدانو په ګډون شامل دي .

د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د تحصیلي اسنادو څیړنه په داسې حال کې پیل شوې چې د راتلونکي سې شنبې په ورځ به د ولایتي شوراګانو ټاکنیز کمپاین هم د یوې میاشتې له پاره پیل شي.
XS
SM
MD
LG