د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین خپل پوځ تیارسي حالت ته راوستی دی


Ukraine Russian soldiers
Ukraine Russian soldiers
په داسې حال کې چې د اوکراین د ملي امنیت او دفاع د شورا مشر د پوځ احتیاطي سرتیري راغوښتي او اردو یې په بشپړه توگه تیارسئ کړ، د ناتو عمومي منشي اندرس فاګ راسموسن وایي د روسیې اعمال سوله تهدیدوي.

اندرس فاګ راسموسن وایي د شمالي اتلانتیک د تړون غونډه یې په اوکراین کې د روسیې د عمل او ددې ولس د خپلواکۍ پر وړاندې د ولسمشر پوتین د ګواښ په وجه دایره کړې ده.

د ښاغلي راسموسن په وینا هغه څه چي روسیه اوس په اوکراین کې کوي د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دي.

نوموړی وایي دا په اروپا کي سوله او ثبات تهدیدوي او روسیه باید خپل پوځي فعالیتونو او ګواښونو ته د پای ټکی کیږدي. ښاغلي راسموسن داسي وویل «مونږ له ټولو اړخونو څخه غواړو چې سمدستي هر ډول هڅه ددې خطرناک وضیعت څخه وتلو ته متوجه کړي. په ځانګړې توگه زه پر روسیې غږ کوم چې د کړکیچ د پراخیدو مخنیوی وکړي.»

بلخوا وروسته له هغه چې د روسیې دوما کریمیا ته د سرتیرو د استولو لپاره د ولادیمیر پوتین غوښتنه ومنله اوکراین د احتمالي پوځی ټکر د مخنیوي په مقصد خپل ځواکونه تیارسۍ کړل.

دا په داسې حال کي ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپل روسي سیال سره پرون په تلیفون کی نوي دقیقې خبرې وکړې او د هغه څه په خاطر یې چې په اوکراین کی روان دي خپله اندیښنه یې ورته څرګنده کړه.

ولسمشر اوباما ښاغلي پوتین ته وویل چې روسیې په څرګند ډول د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوالو قوانینو څخه تیری کړی دی.

ښاغلی اوباما په هغه غونډه کې خپل ګډون وځنډاوه چې ټاکل شوې په راتلونکې کې د جی اته غونډی لپاره د تیاري په خاطر د روسیې په سوچي ښار کې جوړه شي.

د روسي خبري اژانسونه وایي، ښاغلي پوتین ښاغلي اوباما ته ویلي دي چې مسکو ددې حق لري چې په کریمیا او یا د اوکراین په ختیځ کې روسي ملیت د تاوتریخوالی په وړاندې وساتي.

په دې ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو له ملگرو ملتونو څخه غوښتي دي چې په اوکراین کې نړیوال څارونکي ځای پر ځای کړي.

د اوکراین سفیر یوری سرگي یوف د امنیت شورا ته ویلي دي چې د روسیې پنځلس زره پوځیان همدا اوس په کریمیا کې د روسي اوسیدونکو نه د ملاتړ په خاطر ځای پر ځای شوي دي. ښاغلي سرګي یوف داسي وویل «.. هغه څه چې مونږ یې غواړو باید ټول سرتیري ووځي ځکه چې هغوی اوس هم په غیر قانوني توگه هلته اوسیږي، مونږ د روسیې د هر ډول اندیښنې د لیرې کولو لپاره چمتو یو خو هغوی باید پر شا شي.»

د اوکراین پوځي فعالیتونه
د اوکراین پوځي فعالیتونه

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وایي دا د بهرنیو تاثیراتو یوه برخه ده چې اوکراین یې د سیاسي حل لارې څخه پرته په کړکیچ کې اچولې دی.

روسیه وایي چې په کریمیا او د سیواستپول په سمندري اډه کې یې پوځي فعالیتونه د اوکراین سره د موافقې له مخې ترسره کیږي.

د پخواني شوروي اتحاد له ټوټه ټوټه کیدو وروسته د کریمیا او د سیواستپول سمندري پوځي اډه تل د اوکراین او روسیې ترمنځ د کړکیچ او خوابدۍ عمده موضوع وه.

د اوکراین پوځ د روسیې د یرغل په وړاندې تیارسئ شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

په داسې حال کې چې نن په مسکو کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل شاوخوا څلویښت مخالفین ونیول شول، یوې خواته د اوکراین داخلي سیاسي کړکیچ او بلخوا ته د روسي پوځي ګواښ اورپا د یو نوي بحران سره مخامخ کړې ده.
XS
SM
MD
LG