د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: د طالبانو اخطار د بهرني استخباراتو اخطار دی


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت، د ټاکنو د ګډوډولو په تړاوو د طالبانو اعلامیه چې ګواښ یې کړی دی چې د جمهوري ریاست ټاکنې به ګډوډې کړي، پروپاګنډ ګڼلی دی.

افغاني طالبانو افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې په راتلونکو ټولټاکنو کي دي برخه نه اخلي او خپلو جګره مارنو ته یې امر کړی دی چې انتخابات دي مختل کړي.

په یوه ایمل کي چي رسنیوو ته د دوشنبې په ورځ لېږل شوی دی طالبانو افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې په بشپړه توګه دي د اپریل د پنځمې نېټې انتخابات رد کړي. ددغو انتخاباتو په لړ کي به د ولسمشر کرزي ځای ناستی انتخاب شي.

په بیانیې کي راغلي دي چې افغانان دي ځان په خطر کي نه اچوي او د رایوو مراکزو ته دي نه ځي.
طالبانو ویلي دي چې د مذهبي مشرانو څخه یې غوښتي دي چې دغه خبره په ټول هېواد کي خپره کړي چې راتلونکي انتخابات د امریکا یوه توطیه ده.


خپره شوې بیانیه لومړۍ رسمي بیانیه ده چې طالبان یې د سږ کال د جمهوري ریاست د ټولټاکنو پرضد خپروي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د داسې اعلاميو خپرولو یوازي تبلیغات دي او افغان امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره پوره تدابیر لري.

صدیقي وویل د ټاکنو په ورځ به څلور سوه زره افغان امنیتي عساکر د ټاکنو په امنیت بوخت وي.

نوموړي وویل چي طالبانو پخوا هم داسې اعلاميې خپرې کړي دي ولې دوي یې د هر ډول ناامنۍ پېښونکو پېښو مخه نېولې ده.



خو افغان امنیتي ځواکونه بیا وايي، چې دوي د امنیت لپاره له ډېرې پخوا پلانونه جوړ کړي دي او تدابیر لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا د طالبانو داسې اعلاميي تر شاه د بهرنیو استخباراتو لاس ګڼي، هغه امریکا غږ ته و نه وویل چې د کوم هیواد بهرني استخبارات د طالبانو ددغې اعلاميې تر شاه لاس لري.

بل لورته مدني ټولنې او د ټاکنو بنسټونه بیا وايي، چې د ټاکنو پروسه ملي او افغاني پروسه ده او طالبان دې ددې پروسې د ګډوډولو هڅې نه کوي.

د افغانستان د راتلونکي میاشتي انتخابات ددغه هېواد دپاره یوه مهمه آزموینه ګنل کېږي چې افغانستان به وشي کړای چې یو با ثباته سیاسي انتقال رامنځ ته کړي که نه په داسي حال کي چې د ناټو محاربوي ځواکونو د ۱۳ کلونو جګړې وروسته د وتلو دپاره آماده دي.


د ولسمشر کرزي څخه تمه کېده چې پروسږکال د امریکا سره امنیتي تړون لاس لیک کړي چې په لړ کي به یې د ۱۰۰۰۰ شاوخوا ځواکونه په افغانستان کي پاته شي خو ولسمشر کرزي د یادې شوې موافقې د لاس لیکولو څخه ډډه کړې ده او وايي چې د هغه ځای ناستی به یې لاس لیک کړي. د امنیتي سند په لاس لیکېدو کي ځنډ د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي دي.
XS
SM
MD
LG