د لاس رسي وړ اتصالات

لوړپوړی امریکايي ناظر د افغان ټاکنو په هکله خوشبینه دی


 د ملي دموکراتیک انستیتوت لوړپوړی څارونکی کارل اندرفورت
د ملي دموکراتیک انستیتوت لوړپوړی څارونکی کارل اندرفورت
د امریکا پخوانی سفیر او د ملي دموکراتیک انستیتوت له لورې د افغانستان د انتخاباتو د څارنې لوړپوړی چارواکی کارل اندرفورت د امریکا غږ آشنا تلویزیون وویل چې د اسیا فونډیشن د سروې له مخې په سلو کې ٥٢ وگړي په دې باور دي چې دا انتخابات به د هغوی ژوند بهتره کړي.

دا په داسې حال کې دي چې څه د پاسه شل ورځې وروسته به افغانان د رایو صندوقونو ته مخه کړي چې د هیواد نوی ولسمشر وټاکې.

دغه ټاکنې نه یوازې د افغانستان دپاره بلکې د امریکا په گډون د هغه هیوادونو دپاره هم ځانگړی اهمیت لري چې په افغانستان کې یې عسکر میشت دي.

امریکایي چارواکي په دې اند دي چې دا ټاکنې د افغانستان د سیاسي راتلونکې لپاره خورا اړینې دي.

ښاغلی اندرفورت د افغانستان د انتخاباتو په هکله خوشبینه دی او د خپلې خوشبینې دلیل د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پرمختگ او د افغانستان د امنیتی ځواکونو وړتیا گڼي.

نوموړی چې د ملي دموکراتیک انستیتوت له خوا د افغانستان د انتخاباتو د لوړپوړو نړیوالو څارونکو څخه دی وایي "په تیرو پنځو کلونو کې دوه شیانو بدلون موندلی دی، یو یې د انتخاباتو د بهیر پیاوړي کیدل دي چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پیاوړي شوي، او تر څنگ یې د افغانستان امنیتي ځواکونه هم پیاوړي شوي."

د هغه په وینا پنځه کاله دمخه د دواړو، افغان ملي پوځ او د پولیسو د پیاوړي کیدلو پروسه روانه وه، او دغه دواړه پرمختگونه په انتخاباتي بهیر او په امنیتي برخې کې ددې انتخاباتو په اړه زمونږه خوشبیني زیاتوي."

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ په راتلوونکو انتخاباتو کې له ناامنیو او د سیمه ییزو پولیسو له لاسوهنو څخه اندېښمن دي.

ددې کمیسیون مسئولین د ځینو ولسوالیو یادونه کوي چې لا هم نوم لیکنه نه ده په کې پیل شوې. ښاغلی اندرفورت په دې هکله وایي "تر ټولو لویه اندیښنه، په ځانگړې توگه د افغانستان جنوبي سیمو کې د امنیت مسله ده چې خلک نشی کولای د رای اچونې سیمو ته سفر وکړي. "

ښاغلی اندرفورت وایي ددې تر څنگ په دې وروستیو کې طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه چې له خلکو څخه یې غوښتي چې د رایې اچونې ملاتړ ونکړي، او د هغه په اند د هوا حالات هم پر ټاکنو تاثیر لري.

داسې کنگوسې هم شته چې د جمهور رئیس حامد کرزي له ملاتړ پرته هیڅ کاندید نشي کولای دا انتخابات وگتي، که څه هم دا خبره په وار وار د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا رد شوې ده.

د افغانستان د انتخاباتو په هکله د کارل اندرفورت څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00

کارل اندرفورت وایي "هغه برحاله جمهور رئیس دی او پر خلکو باندې اغیزه کولای شي خو هغه پخپله ویلي دي چې له کوم مشخص کاندید نه به ملاتړ ونکړي. د یادونې وړ ده چې امریکا هم اعلان کړی چې د افغانستان په انتخاباتو کې به لاسوهنه ونکړي او زه په دې باور لرم."

بلخوا په افغانستان کې د امریکا او ناتو د ځواکونو قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ د چارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې په وړاندې د خبرو پرمهال وویل که چیرې مونږ په ٢٠١۴ کې ووځو افغان ځواکونه به ډیر ژر کمزوري شي. امنیتي اوضاع به خرابه شي او زه فکر کوم چې زمونږ یواځنی بحث ددغه کمزوتیا د سرعت په سر دی.

جنرال ډانفورډ وویل که چیرته افغان حکومت له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي نو هلته به له اتو زره تر دولس زرو بهرني عسکر پاتې شي، څو افغان ځواکونه وروزي او هغوی ته سلا مشورې ورکړي.

هغه زیاته کړه چې که چیرته ټول نړېوال ځواکونه د کال ترپایه له افغانستان څخه ووځي، نو د القاعده تروریستي ډله به بیا منسجمه شي او له سیمې څخه به د لویدیځ پر ضد د بریدونو لپاره کار وا خلي.

خو بلخوا سناتور جان مکین بیا وایي "که چیرې پلان داسې وي چې مونږ د ٢٠١٧ کال په لومړیو کې د ښاغلي اوباما د جمهوري ریاست د دورې په پای کې خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسو، زه به په افغانستان کې د عسکرو د پاتې کیدو ملاتړ ونکړم، ځکه چې دا به د امریکائیانو ژوند ته یو غیر ضروري گواښ وي."

که چیرې دا انتخابات په ښه ډول تر سره شي دا به په افغانستان کې لومړی ځل وي چې واک په سوله ییزه توگه له یو حکومت نه بل حکومت نه انتقال کیږي.
XS
SM
MD
LG