د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې اوکراین د ناټو سره د ملگرتیا پر سر گواښلی


140401c-028
140401c-028
د ناټو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روسیې سره د کریمیا د یوځای کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه غونډه وکړه.

روسیې د سې شنبې په ورځ اوکراین ته د ناټو سره د ملگرتیا په سر خبرداری وکړ او ویې ویل چې د کیف تیرو هڅو چې دې دفاعي ټلوالې ته نږدې شي، منفي پایلې درلودې.

په داسې حال کې چې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین په هکله په بروکسیل کې غونډه کوي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي د اوکراین تیرې هڅې د روسیې او اوکراین د سیاسي اړیکو د کنگل کیدو لامل شوي چې د ناټو سازمان او د روسیې دپاره د سر درد او د اوکراین د ټولنې د ټوټه کیدو سبب شو.

د اوکراین پارلمان نن په غوڅ اکثریت سره په ۲۳۵ رایو پریکړه وکړه چې د ناټو له غړیو هېوادونو سره یو لړ گډ پوځي تمرینونه ترسره کړي. دا تمرینونه به د اوکراین په جنوبي او لویدیځو سواحلو کې د مۍ او نوامبر په میاشتو کې وشي.

روسیې نن سې شنبې په اوکراین باندې د خپل طبعي غاز د پلورلو بیه ۴٠ سلنه اوچته کړه او گواښ وکړ چې د تیرو تخفیفونو پیسې هم غواړي چې ارزښت یې میلیاردنو ډالرو ته رسیږي.

دا تخفیف د هغه مالي مرستې برخه وه چې د روسیې جمهور رئیس پوتین د اوکراین لېرې کړای شوي جمهور رئیس ویکتور یانوکویچ سره وروسته له هغه یې ژمنه کړې وه چی اوکراین د اروپایي اتحادیې سره د مسکو په گټه د موافقې د لاسلیکولو نه تیر شي.

د روسیې د گازپروم د شرکت مدیر الکسي میلر وویل چې د گازو د قیمت د اوچتولو دلیل د اوکراین د پور په پرې کولو کې وروسته پاتې والی دی.

ټاکل شوې چې په کیف باندې د اقتصادي فشارونو د مخنوي دپاره د اې ام اف له خوا نوی پور په نظر کې ونیول شي.

بلخوا د دوشنبې په ورځ روسیې په داسې حال کې خپل ځینې عسکر د اوکراین سره له سرحد نه بیرته وایستل چې خپل صدراعظم ېې د کریمې ټاپووزمې ته د اقتصادي مرستو د ژمنو دپاره ولیږه.

د روسیې د دفاع وزارت معین جنرال دیمیتري بلگاکوف وویل "سر له ننه مونږ د کریمېې په خاورې کې د اوکرایني وسلو او تجهیزاتو ایستل او په ځای ېې د روسي وسلې او پوځي تجهیزاتو ځای په ځای کولو پیلوو. نن لومړی اورگاډی لاړ. سبا نور هم ځي. نن به مونږ مهال ویش جوړ کړو او دا عملیات به د یوې میاشتې په ترڅ کې بشپړ شي."

د ناټوغونډه
خو د ناتو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن وویل چې په پولې باندې د روسي عسکرو د کموالي په هکله یې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

اندرس فوگ راسموسن دا خبره د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې تر پیلیدو مخکې په یو خبري کنفرانس کې وکړه.

راسموسن وویل "د اوکراين پر ضد د روسيي پوځي اقدامات د يوې ازادۍ او امن لرونکي اروپا لپاره زموږ ليد لوری له چلنج سره مخامخ کړی. د روسيي اقداماتو د اروپا امنيت ته اساسي ستونزې زیږولي دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین په سرحد کې د روسي عسکرو د وتلو په سر په احیتاط غبرگون ښودلی او د اعلامیې په ترڅ کې ېې ویلي که دا خبر ریښتیا وي نو دا به لومړي ښه گام وي او له روسیې نه ېې غوښتي چې د عسکرو د ایستلو شیمر زیات کړي.

د وسلوالو بې وسلې کول
د اوکراین پارلمان د سه شنبې په ورځ رایه ورکړه چې په هېواد کې ټولې اعتراض کوونکي وسله والې ډلې باید بې وسلې شي. په پایله کې یې سخت دریځو ملت پالو د سه شنبې په سهار خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او په کیف ښار کې له یوه محاصره کړي هوټل څخه ووتل.

په همدغه وخت کې د روسیې صدراعظم دیمیتري میدیدوف د کابینې د یو لوړ رتبه هیات سره د کریمیا د ټاپو عمده ښارونو ته سفر وکړ چې د مارچ میاشتې په پیل کې د روسي پوځونو له خوا ونیول شو.

ښاغلی میدویدوف د کریمیا د چارواکو سره په لیدنه کې ددې ټاپو د اقتصادي بیارغونې په هکله وویل "د روسیې سره له یوځای کیدو وروسته باید د کریمیا او سیواستپول خلک هر څه له لاسه ورنکړي. هغوي باید یوازې لاسته راوړنې ولري. دا دقیقاً هغه څه دي چې خلک یې له مونږ نه تمه لري چې داسې حالات را منځ ته کړو چې هغوي ارامه، ډاډمن او د درناوي وړ ژوند ولري، دا احساس ولري چې د یو ویاړلی غښتلي هیواد برخه دي. مونږ باید د خلکو دا تمې پوره کړو."

کریمیا ته د روسیې د صداراعظم سفرد اوکراین پلازمینې کیف کې چارواکو غندلی او دا سفر یې د دیپلوماتیک پروتوکول نه سرغړونه بللې ده.
د اوکراین د حالاتو په اړوند د ناتو دوه ورځنۍ غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
XS
SM
MD
LG