ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنو د پایلو یوه برخه اعلان کړي .
وړاندې د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته ویلي و چې، دغه نتایج به د شنبې په ورځ اعلان شي چې داسې ونه شول.
لا تراوسه د قسمي نتایجو د اعلان د ځنډ علت معلوم نه دی.
د انتخاباتو د کمیسیون یوې باوري سرچینې په کابل کې د امریکا غږ یو خبریال ته ویلي چې د یکشنبې پر ماسپښین به د ۲۵ ولایتونو قسمي پایلې اعلانوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ځینو کاندیدانو پر خپلو ټولینزو شبکو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر دغې پرېکړې اندېښنه ښودلې ده ، او د دې ترڅنګ د افغانستان ولسي جرګې هم د ټاکنو له کمیسیون غوښتې چې حق حقدار ته وسپاري .
تېره شنبه شاوخوا اووه میلیونه خلکو د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د خلکو دغه پراخ ګډون په افغانستان او له افغانستان نه د باندې وستایل شو.
اوس ټول د خپلو رایو نتیجو ته سترګې په لار دي.که په دغو انتخاباتو کې د جمهوري ریاست یو کاندید هم پنځوس جمع یو (۵۰+۱) رايې پوره نه کړي، د قانون له مخې انتخابات دویم دور ته ولاړ شي .