د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالعزیز بوتیفلیقه بیا هم د الجزایر ولسمشرشو


عبدالعزیز بوتیفلیقه په عرابه داره څوکۍ کي د رایې اچونې یوه محل ته ورغی او رایه یې ورکړه.
عبدالعزیز بوتیفلیقه په عرابه داره څوکۍ کي د رایې اچونې یوه محل ته ورغی او رایه یې ورکړه.
د الجزایر بر حال جمهور رئیس عبدالعزیز بوتیفلیقه د جمهوري ریاست انتخابات چي ده د څلورمي دورې د پاره ځان ورته کاندید کړی و گټلي دي، که څه هم چي د هغه روغتیایي حال ښه نه دی.

د الجزایر د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (۱۹۸-۰۴-۲۰۱۴) لومړنۍ رسمي نتیجې اعلان کړې چي ښیي ښاغلي بوتیفلیقه تقریبا ٨٢ فیصد رایي گټلي دي.

د هغه په مقابل کي پنځه تنه نور کاندیدان ولاړ وو.


مخکي لا ددې زیاته توقع کېده چي دغه ٧٧ کلن جمهوررئیس به چي ( د ملي آزادۍ د جبهې د گوند) ملاتړ ور سره دی دا انتخابات وگټي.

هغه ته تیر کال دماغي سکته پېښه شوې وه او ډیر لږ په عام محضر کي لیدل شوی دی.

هغه په عرابه داره څوکۍ کي د پلازمېني الجزیرې د رایې اچونې یوه محل ته ورغی او خپله رایه یې ورکړه.
XS
SM
MD
LG