د لاس رسي وړ اتصالات

لا هم د کونړ ځنگلونه په ناقانونه توگه وهل کیږي


د کونړ ولایت د ځنگلونو د له مینځه تلل
د کونړ ولایت د ځنگلونو د له مینځه تلل
د کونړ ولایت یو زیات شمیر طبیعي ځنګلونه اوس هم په غیر قانوني بڼه د خلکو له خوا وهل کیږي او لرګي یې په قاچاق ډول بهرنیو هیوادونو ته لیږدول کیږي.

د کونړ ولایت طبیعي ځنګلونو ددې سیمې لوړو غرونو ته ډیره ښکلا وربخښلې ده ددې ولایت یو شمیر اوسیدونکي وایي ‌چې په غیر قانوني بڼه ددغو ځنګلونو وهل د سیمه ایزو خلکو له خوا اوس هم دوام لري.

دوی زیاتوي «اوس هم په ډیرو سیمو کې طبیعي ځنګلونه وهل کیږي او ډیر وهل شوي هم دي دولت باید ددې مخنیوی وکړي او یا هم په سمه توګه اجازه ورکړي ترڅو خلک دا ځنګلونه ووهي او کار ترینه واخلي.»

په دې وروستیو میاشتو کې د ورښتونو له ډیریدو سره یو شمیر زیاتې هغه سیمې چې طبیعي ځنګلونه یې وهل شوي وو سیلاونو وځپلې ان دا چې سلګونو کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه هم واوښتل.

ځاي وگړي وایي « همدا اوس ډیر ځنګلونه وهل شوي او د افتونو له کبله له باران او نور څه خرابه شوي‌دي خلک یې په قاچاق ډول پاکستان ته وړي نه یې خلکو ته ګټه شته او نه یې دولت ته ددې غم باید وخوړل شي ترڅو په راتلونکي کې داسې پیښې رامنځ ته نشي.»

د طبیعي ځنګلونو له منځه وړل د طبیعي افتونو په رامنځ ته کولو کې مهم رول لري، د چاپیریال ساتنې اداره وایي چې د ککړې هوا د مخنیوي او نورو ستونزو د رامنځته کیدو لپاره باید له وړاندې څخه دولت د مخنیوي تدابیر ولري او ټولې هغه کړنې چې د خلکو لخوا ترسره کیږي باید قانوني چوکاټ ولري.

د کونړ ولایت طبیعي ځنګلونه که له یو لوري سیمه ښکلې کړې او د ککړې هوا مخنیوی یې کړی له بل لوري ددغو ځنګلونو دلرګیو قاچاق او پلور بیا د سیمې د خلکو لپاره ښه عایداتي سرچینه ده.
د کونړ ولایت چاپیریال
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00

د ختیځو ولایتونو د ایسا اداره وایي چې په پام کې لري ترڅو د کونړ د لرګیو لپاره یو صنعتي پارک جوړ کړي ترڅو له وهل شویو ځنګلونو څخه په افغانستان کې دننه کار واخستل شي.

دوایي چې د کنړ په ولایت کې پلان لري چې یو مناسب ځای پیدا کړي او د شته وهل شویو ځنګلونو او لرګو په برخه کې د نجارۍ او فرنیچر یو صنعتي پارک جوړ کړي.

دوی زیاتوي چې په توگه به له یو لوري د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شي او له بل لوري به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د کونړ ولایت ډیرې سیمې غریزې دي او د دغو غریزو سیمو په لمنو کې بیا ډیر کلي‌اباد دي، دا ویره شته کې چیرې د طبیعي ځنګلونو د مخنیوي لپاره جدي پاملرنه ونشي کیدای شي د وخت په تیریدو سره د غرو په لمنو کې پراته کلي له یو لړ طبیعي پیښو سره مخ شي.

احمد ولي یوسف زی د امریکا غږ خبریال
XS
SM
MD
LG