د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي د اورومچي ترهگریز برید په کلکو ټکو غندلی دی


د جمهوري ریاست مطبوعاتي ریاست له خوا په یو خپور شوي بیان کې جمهور رئيس کرزي د چين په اورومچي ښار کې تروريستي برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د چین د رسمي خبري آژانس شینوا د رپوټ له مخې د چین د شمال لوېديځ سنکیانګ ایالت د مرکز اورومچي په یوه بازار کې په یو موټر کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او تر ۹۰ پورې کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلي کرزي د چین له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ او د ډاډګیرنې د مراتبو د وړاندې کولو په ترڅ کې ویلي چې د دا ډول کړنو ترسره کول د سیمي د امنیت او ثبات د دښمنانو کار دی چې نه غواړي په سیمه کې امنیت، ثبات او ترقي راشي.

ښاغلي کرزي ویلي چې د افغانستان خلک تر بل هر چا د اورومچي د خلکو درد احساسوي، ځکه دوی په خپله هره ورځ د تحميل شويو تروریستي بریدونو قربانیان دي.

ښاغلي کرزي د قربانیانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د سملاسي روغتیا هيله کړي ده.
XS
SM
MD
LG