د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست خلک غواړي چې د ولس رائیو ته دې درناوی وشي


په خوست کې شاوخوا دوه زره خلکو غونډه کړې او د جمهوري ریاست د نوماند عبدالله عبدالله وروستۍ څرګندونې، چې په ځينو ولايتونو کې يې په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون د نه منلو په اړه کړې وې، وغندلې.

دوی د ټاکنو له کمېسيون څخه غوښتنه کړې ده، چې د دوی رائيو ته دې پوره درناوی وکړي.

د ښاغلي عبدالله د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې د خوست په غونډه کې د پارلمان ځينې غړي، ديني عالمان، قومي مشران، د مدني ټولنې د بنسټونو غړي او نور ځوانان راټول شوي وو.

دوی د ښاغلي عبدالله هغه خبرې په کلکه وغندلې، چې ويلي يې دي، په يو شمېر ولايتونو کې د رايه ورکوونکو له اصلي شمېر څخه زياته رايه کارېدلې او پراخ تقلب پکې شوی دی.

د ولسي جرګې غړي همايون ښاغلي عبدالله ته په اشارې سره وويل، چې د افغانستان خلک په ځانګړي ډول د لويې پکتيا ولسونه هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې پر رايو باندې يې لوبې وشي او په سپکه سترګه ورته وکتل شي.

ښاغلي همایون وویل «اوس خلک ويښ شوي دي، سياسي شعور يې لوړ شوی دی. په دې پوهېږي، چې ښه برنامه څوک لري او څوک يې نلري. موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ په رايو کې لاسوهنه وکړي.»

د دغې غونډې يو شمېر نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې په ختيځو او جنوب ختيځو ولايتونو کې په انتخاباتو کې د خلکو له پراخ ګډون څخه دفاع وکړه او ويې ويل، چې هيچا ته به پکې د مداخلې اجازه ورنه کړي.

دوی دانتخاباتو پر کمېسيون هم انتقاد وکړ، چې د توزيع شويو کارتونو له برابر شمېر سره يې رای پاڼې ولايتونو ته نه وې لېږلې، چې له امله يې زرګونه خلک د رايې اچونې له بهير څخه بې برخې پاتې شول.

مولوي محمد سردار ځدراڼ يو بل قومی مشر دی. هغه د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل، چې د خلکو رايو ته پوره درناوی ولري.

مولوي ځدراڼ د ټاکنو په اړه د ښاغلي عبدالله وروستۍ څرګندونې وغندلې او زیاته یې کړه «موږ د ټاکنو پرکمېسيون غږ کوو، چې د ولسونو رايو ته دې پوره احترام ولري. که چېرې د ولسونو يوه رايه ضايع شوه، تر کابله پورې به يې غوښتنه وکړو.»

د مدني ټولنې يو تن غړي نجيب الله الوخېل په انتخاباتو کې بيا د لويې پکتيا د خلکو پراخ ګډون ته په اشارې سره وويل، چې اوس يې سياسي شعور لوړ شوی او د يوه غوره جمهور رئيس په ټاکلو کې په خپله پرېکړه کولای شي.

ښاغلي الوخېل وویل «د لويې پکتيا ولسونه، چې په تېرو څلورو لسيزو کې له راز راز ستونزو سره مخ شوي دي او خپل استقامت يې هېر کړی و، يوځل بيا يې د افغانستان خلکو او نړيوالو ته وښوده، چې لويه پکتيا د افغانستان په سياسي زعامت او پرمختګ کې اساسي رول لري.»

د ځينو باوري سرچينو په حواله د شنبې ورځې په انتخاباتو کې په جنوب ختيځو ولايتونو کې نږدې يو نيم ميليون رايه کارول شوې، خو قومي مشران ګواښ کوي، چې که لاسوهنه پکې وشي، مسوول چارواکي به له جدي غبرګون سره مخ شي.

په دغو ولايتونو کې د ټاکنو د کمېسيونونو د ولايتي دفترونو مشرانو هم دا خبره رد کړې، چې ګني د رايه ورکوونکو له اصلي شمېر څخه زياته رايه کارول شوې ده.
XS
SM
MD
LG