د لاس رسي وړ اتصالات

وسلوالو په هرات کې شپږ ماین پاکان وژلي


د ماین پاکۍ یوه ساحه
د ماین پاکۍ یوه ساحه

د هرات ولایت ولایت د امنیې قوماندان جنرال سمیع الله قطره وایي چې نن د پنجشنبې په سهار وسلوالو کسانو د ماین پاکولو د یوې موسسې په کارکونکو برید کړی، شپږ تنه یې وژلې او درې یې ژوندي له ځان سره وړي دي.

جنرال قطره امریکا غږ ته وویل چې وسلوالو دا برید د هیلوټرست په نوم د ماین پاکولو د موسسې په کارکونکو هغه وخت وکړ چې کله هغوې سهار شپږ بجې د هرات د کهسان په ولسوالۍ کې د ماینونو د پاکولو ساحې ته روان وو.

جنرال قطره وسلوال بریدکونکي د افغان حکومت مخالف وسلوال یادکړل، وویل چې هغوې درې ماین پاکونکي هم له ځان سره نامعلوم ځای ته وړي دي.

تر اوسه په ماین پاک کونکو باندې ددغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د هیلوټرست موسسې هم ددغه برید په هکله تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا موسسه د دوه لسیزو څخه را پدیخوا په افغانستان کې د ماین د پاکولو په چارو بوخته ده.

د هیلوټرست موسسه د ۲۰۰۶ کال را پدیخوا د هرات په څلورو ولسوالیو پشتون زرغون، گذره، کهسان او گلران کې د ماینونو د پاکولو په برخه کې کار کوي چې تر ۲۰۱۸ پورې به پدغو ولسوالیو کې د ماین پاکولو کار ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG