د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني او امریکا ترمنځ استخباراتي ستونزې


جان کېري او فرانک والتر شتاینمایر
جان کېري او فرانک والتر شتاینمایر

د جرمني د باندنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر وايي چې له برلین څخه د امریکايي استخباراتي مامور پر مسلې باندي د امریکا د باندنیو چارو له وزیر جان کېري سره په راتلوونکو دوو ورځو کې په ویانا کې خبرې کوي.

ښاغلي شتاینمایر نن د جمعې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې یوه ورځ وروسته له هغې خبرې وکړې چې جرمني د امریکا د استخباراتو یو مامور په دې تور باندې له هیواد څخه وایستی چې گواکې واشنګټن جرمنان استخدام کړي دي چي ترې محرم اسناد راونیسي.

ښاغلي شټایمانر وویل چې هغه به کېري ته ووايي چې جرمني غواړي د امریکا سره خپلې اړیکې د متقابل اعتماد پر بنسټ بیا پیل کړي.

نوموړي د جرمني پریکړه چې امریکایي مامور یې ددغه هېواد څخه وایستی، پر ځای پریکړه وګڼله.

ټاکل شوې چې د جرمني او د امریکا د باندنیو چارو وزیران به د پنځه جمع یو هېوادونو د استازو په ګډون په ویانا کې د ایران د باندنیو چارو د وزیر محمد جاوید ظریف سره وګوري چې د تهران د اټمي پروګرام په هکله خبرې وکړي.

د جرمني د پنجشنبې د ورځې اقدام ته چې امریکايي استخباراتي مامور یې د خپل هېواد څخه وایستی د غیر معمول اقدام په سترګه وکتل شول ځکه جرمني د امریکا نږدې ملګری هېواد دی.

د سپینې ماڼۍ چارواکو تر اوسه پورې د یاد شوي امریکايي مامور پر اخراج باندې تبصره نه ده کړې.

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن زایبرت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د جرمني دپاره دا ډیره مهمه ده چې د خپلو لویدیځوالو متحدینو سره د اعتماد پر بنسټ کار وکړي، په خاصه توګه د امریکا د متحده ایالاتو سره.

جرمني د دوو جرمنانو څخه تحقیقات کوي چې وايي د امریکا د متحده ایالاتو دپاره یې جاسوسي کوله.

XS
SM
MD
LG