د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې میرمنې:راتلونکي حکومت دې عدالت تامین کړي


د پکتيا يو شمېر مېرمنې چې د ښځو د حقونو د تامين په يوه غونډه کې راټولې شوې وې له امريکاغږ سره په خبرو کې له راتلونکي جمهور رئيس څخه د عدالت د تامين او د قانون د طبيق غوښتنه وکړه.

دوي ويل " جمهور رئيس بايد له يوه عادي کس نيولې بيا تر لوړ پوړو چارواکو پورې پر ټولو يو شان د قانون تطبيق ته لاره هواره کړي او د نقض په صورت کې سرغړوونکو ته سزا ورکړي."

مريم پکتين د پکتيا د ولايتي شورا يوه تنه غړې ده. هغه وايي، چې عام خلک تر ډېره حده قانون ته درناوی لري خو زياتوي چې يو شمېر جګپوړي حکومتي چارواکي عدالت نه پيژني او د خلکو حقوق او قانون تر پښو لاندې کوي.

"اول حقوق يو شمېر دولتي کسان نقض کوي، د خلکو حقوقو ته پام نه کوي، له واقيعته بايد موږ او تاسې سترګې پټې نکړو، دوي چې دا کار په ښکاره کوي، نو له نورو خلکو خو ګيله نشته".

مريم پکتين اندېښنه څرګندوي چې که نوی حکومت د قانون په تطبيق او د عدالت د تامين په برخو کې د اوسني حکومت په څېر د عمل لاره خپله کړي، نو " دا کار به د خلکو او حکومت تر منځ د واټن رامنځته کولو لامل وګرځي."

د پکتيا د ښځو چارو رئيسې نسرين اورياخېل د يوې مدني فعالې په صفت امريکاغږ ته وويل، چې راتلونکی ولسمشر دې، په خپله کابينه کې د اهليت له مخې لوړپوړي چارواکي په دندو وګوماري.

اغلې اورياخېل دغه راز وويل، چې په اوسني حکومت کې ځينې په فساد ککړ کسان د دې لامل شوي، چې پر حکومت يې د خلکو بې باوري زياته کړې او د پرمختګ تمه ترې نلري.

"موږ له راتلونکي ولسمشر څخه غواړو، چې په خپله کابينه کې داسې کسان له ځان سره واخلي او دندې ورکړي، چې عدالت په خپلو چارو کې پلی کړي، د خلکو حقوق او د قانون تطبيق تر پښو لاندې نشي".

نسرين اورياخېل دغه راز له راتلونکي جمهور رئيس څخه په کلکه وغوښتل، چې په خپل حکومت کې د ښځو حقونو ته پوره درناوی ولري او هم دې ښځو ته پکې پوره برخه ورکړي.

"جمهور رئيس دې په ځانګړي ډول د خويندو په برخه کې ډېر زيات کار وکړي. ښځو ته د کار زمينې برابرې کړي، ځکه چې ښځې له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېرې ښځې بې سرپرسته پاتې دي".

مدني فعالان وايي، سره له دې، چې د جمهور رئيس حامد کرزي د ديارلس کلنې دورې پر مهال په هېواد کې بې ساری پرمختګ شوی، خو پر حکومت د خلکو د بې باورۍ تر ټولو غټ لامل دا بلل کېږي، چې پر ټولو خلکو او چارواکو يې د قانون د تطبيق لپاره ځانګړی ميکانيزم نه لاره.

د دوی اندېښنه دا ده، چې که بيا هم زوراکي په نوي حکومت کې ونډه ولري، نو نه يوازې د عدالت د تامين هيله ترې نشي کيدای، بلکې حکومت به له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG