د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: روسیې د اتومي ازموینو د تړون څخه سرغړونه کړیده


د امریکا متحده ایالاتو روسيه په دی تورنه کړي چې د ځکمنيو کروز توغنديو په ازموینې سره ېې د اتومي ازموینو د بندیږ د هغه تاریخي تړون څخه سرغړونه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو، روسیې او برتانیې په کال ١٩٧٨ کې لاسلیک کړ، چې هدف یې د اتومي وسلو په جوړولو بندیز لگول وو.

امریکاېې چارواکی واېې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دوشنبي په ورځ د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوټن ته په یو لیک کې ویلي چې روسي د ١٩٧٨ کال تړون مات کړی دی. په دغه هکله لومړی رپوټ د نیویاک ټایمز ورځپاڼي خپور کړیدی.

امریکا ویلي، روسیي ځمکني کروز توغندی ازمایلي، او دا د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریگین او د گورباچوف ترمنځ د منځني واټن ویشتونکو اتومي توغندیو د بندیز له تړون څخه سرغړونه ده.

امریکاېې چارواکو ویلي، د اوباما اداره دې ته تیاره ده چې په دی مسلي د روسي سره د لوړي کچي خبري وکړی او د روسیي له لورې ددې اطمینان ترلاسه کول غواړي چې روسیه به په راتلونکی کې ددی تړون درناوي کوي.

سمسدستي مسکو په دی هکله کوم غبرگون نه دی ښودلي.

د یادوني وړ ده چې د امریکا او د روسیې تر منځه د اوکراین په مسله د تیرو څو میاشتو راهیسي اړیکی خړي پړي شويدي.

XS
SM
MD
LG